په کابل کې د لوبې یوه خصوصي سپورټي موسسه وايي په لومړي ځل یې د واورې کریکټ یانې په واورو کې کرکټ پیل کړ.

د دغې موسسې چارواکي وايي سره له دې چې په نړیواله کچه په واورو کې د کریکټ لوبه دوده نه ده او نه کیږي، خو دوی په دې هیله دغه لوبه وکړه چې که په راتلونکي کې ورته د خلکو او د کریکټ د نړیوالې شورا پام ور واوړوي.

دا مهال په نړیواله کچه په واورو او سمندر غاړو کې فوټبال والیبال، غیږ نېونه او داسې نورې لوبې کیږي خو کریکټ لا نه دی شوی .

''ال اس ټي او'' موسسه چې ځان د دا ډول کریکټ بنسټګر بولي دغه لوبې ته یې یو لړ نوې تګلاره هم جوړه کړې ده، لوبه له پچې اچولو پرته ترسره کیږي او بالران اړ دي چې ورو او فولټاس بال وکړي او که بال منډه جوړونکي ته تر رسېدو وړاندې په ځمکه ولکي مړ یا ډايډ بال بلل کیږي، د واورو لومړنۍ پنځه اوریزه لوبه په کابل ښار کې ترسره شوه، باید یادونه وکړو چې د کریکټ په نړیوالو اصولو کې دا ډول تګلاره موجوده نه ده.

د لوبې د سپورټي روزنیزې موسسې مرستیال زراب شاه زهیر بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل''ددې لوبې لپاره نارنجي او ګلابي رنګه بال غوره شوی وو چې په واورو کې ښه وبرېښي، د دغې لوبې نور اصول د ۲۰ بالیزه کریکټ دي چې د ای سي سي له خوا منل شوي دي.''

دغه لومړنۍ لوبه په کابل کې د کریکټ د ملي لوبغالي ترڅنګ د درېیو لوبډلو ایل ایس ټي اوو، لوبې مجلې او سولې لوبډلې ترمنځ وشوه چې د سولې لوبډله اتله شوه.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .