په کندهار کې د ٢٠ کلونو د کښته عمر لرونکو د فوټبال لوبغاړو د استعدادونو د ارزونې په موخه دوه مياشتنۍ سیالۍ پيل شوې.

په دې سیالیو کې چې د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کې ددوشنبې په ورځ پیل شوې، د همدې ولایت د (B) او (C) شاوخوا ۱۰۰ لوبډلو برخه اخیستې.

د کندهار ولایت د سپورت د ملي کمیټې مشر احمدالله ګلالی وایي چې د ټورنمنټ له پیلېدا یې موخه د کندهار د تنکیو ځوانانو د وړتیاوو ارزول و، منتخبې لوبډلې ته د نوو ځوانانو راوستل په ګوته کړه.

هغه وویل چې په دغه ټورنمنت کې شاوخوا ۲۰۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې چې د سالیو په لړکې به یوشمېر تکړه لوبغاړي غوره او بیا به د منتخبې لوبډلې لپاره تر روزنې لاندې ونیول شي.

ښاغلي ګلالي زیاته کړه چې د کندهار د منتخب ټیم یو شمېر لوبغاړی اوس ددې جوګه نه دی چې په یاده لوبډله کې دې پاتې شي.

همدارنګه هغه وویل چې د راپیل شوي ټورنمنټ د نوو ځوانانو لپاره یو ښه فرصت دی چې د خپلو وړتیاوو په ښودلو سره به د منتخبې لوبډلی سربېره د A ټیمونو یا لوبډلو ته هم لاره پید اکړی.

په کندهار کې پر داسې مهال د سپورت چارواکي د همدې ولایت د منتخبې لوبډلې د سمونو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې، چې په دې وروستیو کې په ځینو لویو سیالیو کې دې لوبډلې ښې پایلې نه لرلې.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .