بي بي سي پښتو وېبپاڼه
-
-
وايې ورئ او ويې گورئ
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې پخواني روزونکي کبير خان له بي بي سي پښتو ويبپاڼې سره په ځانگړې مرکه کې وويل له افغانستان سره مينه لري او که هر ډول اړتيا وه چمتو دى چې ورستون شي.
کبير خان اوس د متحدو عربو اماراتو د ملي لوبډلې روزونکى دى خو وايي د اماراتو ښه شرايط او معاش هيڅ مانا نه لري.
دغه تکړه روزونکي زياته کړه، د افغانستان لپاره په لومړي ځل هم دۀ په انگلستان کې ښه معاش، ښه شرايط او ښه کار پراېښى و که بيا هم بلنه ورکړل شي نو چمتو دى.
د ښاغلي کبير خان دا خبرې په داسې وخت کې کيږي چې د دۀ د بيا راستنيدا گنگوسې تودې شوې دي.

کبير خان وايي په خپل لومړي ځل کار کې يې گڼ افغان لوبغاړي داسې روزلي چې هغوى اوس نور هم روزلى شي
د کبير خان په روزنه او مشرۍ د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې پرله پسې اتلولۍ خپلې کړې.
د دۀ په روزنه افغانستان د نړيوالو رسمي يو ورځنيو لوبو دريځ هغه وخت ترلاسه کړ چې په ٢٠٠٩ کال کې يې د نړيوالو اتلوليو په سياليو کې پنځم مقام خپل کړ.
تر هغه وړاندې د نړيوالو اتلوليو د غوراوي څلورم او دريم پړاو دۀ وگاټۀ.
د څلور ورځنيو سياليو په ترڅ کې هم د کبير خان په روزنه افغانستان تر پايلوبې ورسيد خو هغه مهال په لانجمن ډول له کاره وايستل شو.
د کبير خان تر ليرې کيدا وروسته تر څه وخته د پاکستان پخوانى کپتان راشد لطيف له افغانستان سره و خو هغه هم ژر له کاره لاس په سر شو.
په تېر يوۀ کال کې د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې لوبې ډيرې د پام وړ نه وې.
د افغانستان لپاره مې په لومړي ځل هم په انگلستان کې ښه معاش، ښه شرايط او ښه کار پراېښى و که بيا هم بلنه راکړل شي نو چمتو يم.
کبير خان
که څه هم افغان لوبډلې کانادا ته په کانادا کې په څلور ورځنيو او يو ورځنيو لوبو کې ماتې ورکړه خو په اماراتو کې يې د کبير خان له لوبډلې سره څلور ورځنۍ لوبه مساوي او يو ورځنۍ وبايللې.
افغان لوبډلې په پاکستان کې هم د هغۀ هيواد له اې لوبډلې سره درې لوبې وبايللې او داسې ښکاريدل چې د يوۀ ښه روزونکي کمښت احساسوي.
که کبير خان د اماراتو اوسنۍ دنده پريږدي نو له قوانينو سره سم بايد هغوى ته درې مياشتې وخت ورکړي.
په همدې موده کې افغانستان بايد له پاکستان سره د فبروري په لسمه نېټه يوه رسمي يوه ورځنۍ لوبه وکړي.
د کريکټ ډير افغان مينه وال ښايي وغواړي چې تر هغې وړاندې دې د کبير خان په څير يو پياوړى روزونکى بيرته ستون شي خو که تر هغو وهم نه شي د اوږدۀ وخت لپاره د کبير خان راستنيدل د ډيرو په گومان ښايي د افغان کريکټ د بيا کاميابۍ په لور مثبت گام وي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .