
د سرطاني ناروغيو لوی لامل سګرټ څښول بلل شوې دي.
د برتانيا د سرطاني ناروغيو د څېړنې د مرکز يوه اروزنه ښيي چې په نارينه او ښځينه برتانويانو کې د سرطاني ناروغيو د څه د پاسه ۴۰ سلنې پېښو مخنيوی کېدای شي.
په دغه اروزنه کې موندل شوې چې په بريتانيا کې هر کال شاوخوا ۱۰۰ سرطاني ناروغۍ د ژوند د ډول له عواملو سره تړل کېږي.
په ډېری پرمختللو هېوادونو کې سرطان ناروغي د زړه له ناروغيو ورسته په دويمه کچه وژونکې ناروغي بلل کېږي، چې د اټکل له مخې د ۲۰۳۰ کال په راتلو د مرګونو شمېر ۱۱.۵ مليونو ته ورسېږي.
د بي بي سی خبرياله فرحانه حيدر په خپل راپور کې وايي دغه راپور چې په کنسر نومې بريتانوۍ مجله کې خپور شوی وايي خلک کولی شي د سګرټو په پرېښودو، د شراب څښکلو په کمولو، ښه خوراک او د وزن ساتلو سره د پام وړ کموالی راولي.
د راپور ليکوالان وايي دا پر دې موضوع تر دې وخته تر ټولو زياته هر اړخيزه څېړنه ده.
که څه هم د خطر تر ټولو ستر عامل تر اوسه سګرېټ څکول دي چې په سړيو کې د ۲۳ سلنې او په ښځو کې ۱۵،۶ سلنې عامل ګڼل کېږي، ځينې حيرانوونکې موندنې هم په کې وې.
له دې ناروغۍ وروسته د ښځو لپاره ستر خطر د وزن ډېر زياتوالی دی، چې د الکولو څښلو په پرتله دوه برابره مهم ونډه لرونکی عامل بلل شوی دی.
د سړيو لپاره د دوی د خوړو رژيم يا نظام کې د تازه مېوو او سبو نشتوالی په ګوته شوی دی، چې په کال کې د سرطاني ناروغۍ نژدې لس زره پېښې جوړوي.





















