عبدالله ستانکزی
کابل

کريم صادق د ۷۲ منډو په کولو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په نيپال کې د شل اووريزو سياليو په يوه لوبه کې بوتان ته په ۱۸۰ منډو ماتې ورکړه.
د بوتان پر وړاندې د افغان لوبډلې دا لوبه په شل اووريزو سياليو کې بې جوړې وه.
ټاس يا پچه د بوتان لوبډلې کپتان وګټله، او افغانستان ته يې د بېټنګ کولو بلنه ورکړه.
افغان لوبغاړو د کريم صادق د ۷۲ منډو په برکت د شپږو لوبغاړو د سوځېدو په سر په شلو اوورونو کې د څه باندې ۱۱ منډو په اوسط ۲۲۵ رنزونه وکړل.
نوروز منګل، محمد نبي او اصغر ستانکزی هغه افغان لوبغاړي وو چې ښه وځلېدل.
د افغانستان لومړۍ وېکټه هغه مهال ولوېده چې د افغانستان رنزونه ۱۱۴وو، دويمه وېکټه د کريم صادق وه چې په ۱۲۲ مجموعي منډو ولوېده.
افغان لوبغاړو له هماغه لومړي سره ازادانه لوبه پيل کړه او د همدغه ښه پيل له برکته راتلونکو لوبغاړو وکولای شول، بوتاني بالران وټکوي.
د بوتان لوبغاړو په شلو اوورنو کې د ۲۲۵ منډو لوی هدف په تعقيب له لومړي سره د تېزې لوبې هڅه وکړه، خو افغان بالرانو تېزې لوبې ته پرېنښودل.
د بوتان لوبډلې ایله يوه منډه لرله چې لومړنی لوبغاړی يا اوپنر يې وسوځېد.
د منډو مجموعه يې لا ۱۴ ته نه وه رسېدلې چې دويم لوبغاړی يې هم د اوو منډو په کولو وسوځېد.
د بوتان يوه لوبغاړي وکولای شول چې ډبل فېګر يا له لسو زياتې منډې وکړي، نور ټول له لسو په کمو رنزونو وسوځېدل.
بوتان د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په سر ايله ۴۵ منډې وکړې.
د لوبې غوره لوبغاړی کريم صادق ونومول چې د افغان لوبډلې لپاره يې د دوو شپږيزو او ۱۲څلوريزو پر مټ ۷۲ منډې وکړې.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .