
د سنگاکارا په څير وتلي سرېلنکايي لوبغاړي بې معاشه پاتې دي
د سرېلنکا د کريکت چارواکو ومنله چې د روان کال په پيل کې د نړيوالو اتلوليو تر ختميدا وروسته يې بيا شاوخوا سلو هغو لوبغاړو ته معاش نه دى ورکړى چې دوى ورته کاري تړون ورکړى دى.
د کريکټ نړيوالې اتلولۍ په هند ، سرېلنکا او بنگله ديش کې ترسره شوه چې پايلوبه يې هند له سرېلنکا وگټله.
خو پر نړيوالو اتلوليو باندې د سرېلنکا له خوا شوى لگښت دومره و چې اوس يې د کريکټ چارواکو ته پيسې نه دې پراېښي.
داسې شکونه دي چې دا ستونزه ژر هم نه حليږي او ښايي تر دوو نورو مياشتو هم دوى ونه توانيږي چې خپلو لوبغاړو ته معاش ورکړي.
د سرېلنکا چارواکو له بي بي سي سره په خبرو کې هيله په دې پورې غوټه کړې چې د کريکټ نړيواله شورا به دوى ته د نړيوالو اتلوليو د کوربه توب لپاره پيسې ورکوي او چې هغه يې وموندې نو لوبغاړو ته به معاش ورکړي.
د کريکټ نړيواله شورا بايد څلور يا پنځه ميليونه ډالره سرېلنکا ته ورکړي.
د سرېلنکا د لوبو د چارو وزير مهيندانا الوتاگمگامگې بي بي سي ته وويل د کريکټ بورد يې ځکه پوروړى دى چې د نړيوالو اتوليو لپاره يې لوبغالي جوړ کړي وو.
دوى لا هم يوۀ چينايي شرکت ته بايد څه باندې اتلس ميليونه ډالر ورکړي.
د سرېلنکا د کريکټ لوبغاړو د معاشونو د نشتوالي خبر په داسې وخت کې خپريږي چې ملي لوبډله يې له پاکستان سره په لوبه بوخته ده.
د سرېلنکا حکومت په همدې حال هم له استراليا سره سيالي کوي چې د ٢٠١٨ کال د همگټو هيوادونو د لوبو کوربه شي.





















