"افغان کريکټ په شل اوريزو لوبو کې نور هم پر مخ تلى شي"

افغان لوبغاړي

افغان لوبغاړو د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو د غوراوي په سياليو کې اتلولي خپله کړې وه

د افغانستان ملي لوبډله د کريکټ د نړيوالې شورا د شل اوريزو سياليو په درجه بنديو کې په نهم نبمر ياده شوې ده.

دا لومړى ځل دى چې د افغانستان لوبډله د لسو پياوړو کريکټ هيوادونو په کتار کې ياديږي.

اوس افغان لوبډله تر زمبابوې او بنگله ديش هم وړاندې ده چې هغوى دواړه د پنځه ورځنيو لوبو حق لري او د کريکټ د نړيوالې شورا د بشپړ غړيتوب وياړ ورپه برخه دى.

افغانستان تير کال د شل اوريزو سياليو په نړيوالو اتلوليو کې هم برخه اخيستې وه.

په هغو سياليو کې افغان لوبډلې لههند او سويلي افريقا ماتې وخوړې خو د غوراوي په لوبو کې يې اول مقام موندلى و.

روزونکى

کابل کې د کريکټ بورډ اجرايوي مدير نسيم الله دانش بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل هڅه يې دا ده چې افغان لوبډله تر دې هم ډير لوړ مقام خپل کړ.

ښاغلي دانش وويل دوى نوي مالي ملاتړي موندلي او هڅه يې دا ده چې لوبغاړو ته په کور دننه ښه لوبيز شرايط چمتو کړي.

د کريکټ بورډ اجرايوي مدير زياته کړه چې اوس يې د نوي روزونکي لټون هم چټک کړى دى.

ښاغلي دانش بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل د سرېلنکا دوه پخواني لوبغاړي هتورا سينگې او کلپاتې يې په نظر کې دي او د کريکټ د نړيوالې شورا او اسيايي شورا له لارې ورسره په تماس کې دي.

لومړي شپږ هيوادونه

د افغانستان د کريکټ پخواني کپتان ريس احمدزي له بي بي سي سره په خبرو کې د روزنکي له ټاکنې سره جوخت د ښو لوبغاړو انتخاب او هغوى ته د لوبو د ښو شرايطو جوړول مهم وبلل.

ريس احمدزي وويل دا د وياړ ځاى دى چې افغان لوبډله په نهو تکړه لوبډلو کې حساب شوه.

دغه پخواني افغان کپتان وويل که چيرې هر څه له پلان سره سم وشي نو په دوو کلونو کې افغان لوبډله دا وړتيا لري چې په لومړيو شپږو وتليو هيوادونو کې حساب شي.

د شل اوريزو سياليو درجه بندۍ

١: انگلستان

٢: سرېلنکا

٣: نيوزيلنډ

٤:سويلي افريقا

٥: هند

٦: استراليا

٧: پاکستان

٨: ويست انډيز

٩: افغانستان

١٠: زمبابوې

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .