د لوبې د سپورټي روزنيزې (ایل ایس ټي او) موسسې له خوا په کابل کې د کریکټ ٢٠٠ لوبغاړو ته روزنه ورکړل شوه.
په دغه روزنيز کمپ کې د کابل د کریکټ د بېلابېلو لوبډلو، زده کوونکو او د ولسواليو لوبغاړو برخه اخيستې وه.
له دې وړاندې، په خوست، کندهار، کندوز او ننګرهار ولايتونو کې هم ورته روزنيز کمپونه جوړ شوي وو.














