کریکټ: افغانستان امریکا ته ماتې ورکړه

افغان کریکټ لوبډله

افغانستان دغه سیالي د ۴۹ منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د کاناډا کریکټ فسټيوال په لړ کې د امریکا متحده ایالتونو ته ماتې ورکړه.

دغه سيالي چې تېره شپه پای ته ورسېده، د افغانستان ملي لوبډلې د شلو اوورونو په اوږدو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدا ۱۶۴ منډې جوړې او امریکايي لوبډلې ته یې ۱۶۵ مندې هدف وټاکه.

د امریکا متحده ایالتونو لوبډلې دغه ټاکل شوی هدف پوره نه شوای کړای، او د نهو لوبغاړو په سوځېدا یې ۱۱۵ منډې وکړې.

افغانستان دغه سیالي د ۴۹ منډو په توپیر وګټله.

افغان لوبغاړي ګلبدین نایب ۷۵ منډې وکړې، چې شپږ شپږيزې او اووه څلوریزې یې خپلې کړې.

شهزاد محمد بیا ۱۶، کپتان نوروز منګل۳۵ او کریم صادق ۲۵ منډې وکړې.

تر دې وړاندې د افغانستان د ځوانانو لوبډلې د اګست پر نهمه کاناډا ته په ماتې ورکلو د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته لاره ومونده.

دا دویم ځل دی چې افغان ځوانانو ټیم نړیوال کریکټ سیالیو کې د لوبو کولو چانس ترلاسه کوي.

افغانستان د پچې له ګټلو وروسته کاناډا ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه، او کاناډا افغان ځوان بالرانو ته ډېر ټینګ نه شول او ټوله لوبډله یې یوازې په ۷۱ رنزونو وسوځېده، چې دا افغانستان ته یو ډېر اسانه هدف و.

افغانستان د ځوانانو د نړیوال جام د غوراوي په دغو سیالیو کې په ایرلنډ کې ترسره شوې ټولټال نهه لوبې وکړي چې څلور یې وبایللې او پنځه یې وګټلې

د ځوانانو نړیوال جام د ۲۰۱۲ کال په اګسټ میاشتې په استرالیا کې کیږي چې د نړۍ د لسو پیاړو هېوادونو سربېره په کې د دویمې کچې شپږ هېوادونه هم لوبیږي،چې ټولټال ۱۶ ټیمونه کیږي.

د افغانستان د ځوانانو ټیم د ۲۰۰۹ په نړیوال جام کې ډېر ونه ځلېدل.

دغه بریا افغانستان ته له دې اړخه هم ډېره مهمه ده چې هرکله د کریکټ نړیواله شورا یو هېواد تمویلوي یو شرط یې دا دی چې تر ملي ټیم یې په لاندې او کورنۍ کچه کې کرکټ ښه وي.

که په دې باب تبصره کوﺉ، د کلېکاږل بي بي سي پښتو فیسبوک پاټې ته ورشئ.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .