کریکټ: افغانستان کاناډا ته ماتې ورکړه

سید شیرزاد

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې درې ورځې وړاندې په همدې ښار کې د انټرکانټنينټال کپ په يوه څلور ورځنۍ لوبه کې هم کاناډا ته ماتې ورکړې وه.

د کاناډا په کینګ ښار کې افغان کریکټ لوبډلې له کوربه هېواد سره لوبه وکړه، چې کاناډا په ۴۵ اوورونو کې افغانستان ته ۲۳۱ منډې هدف ورکړ.

خو افغان لوبغاړو دغه هدف په ۴۱ اوورونو کې پوره او کاناډا ته یې ماتې ورکړه.

د کریکټ بورډ اجرایوي رییس نسیم الله دانش بي بي سي ته وویل، چې افغان لوبغاړو دغه هدف په ۴۱ اورونو کې پوره کړ او کاناډا ته یې ماتې ورکړه.

د ښاغلي دانش په وینا، په دغه لوبه کې شبير نوري ٩٤ منډې جوړې کړې، راز محمد نبي ٥٨ او کپتان نوروز منګل ٣٤ منډې جوړې کړې.

شبير نوري، د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې درې ورځې وړاندې په همدې ښار کې د انټرکانټنينټال کپ په يوه څلور ورځنۍ لوبه کې هم کاناډا ته ماتې ورکړې وه.

د کریکټ بورډ اجرایوي رییس وویل، چې ټاکل شوې ده، سبا (سه شنبه، د اګست نهمه) دواړه لوبډلې بيا په یوه ورځنۍ لوبه کې سره مخامخ شي.

که په دې باب تبصره کوﺉ، د کلېکاږل بي بي سي پښتو فیسبوک پاټې ته ورشئ.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .