![]() |
||
راډيويي ژبه
د رسنيو اصلي دنده له سرچينې نه مخاطب ته د خبر، نظر او بوختوونکو مطالبو رسول دي او دا ټول د ژبې او کلام په مرسته کېږي. چې څومره دا کلام روڼ، ساده او مخامخ وي دومره ژر د پوهېدو وړ گرځي او هماغه مانا ترې اخيستل کېداى شي چې رسنۍ يې غواړي. خو د پېچلتيا او ساده والي ترمنځ تناسب له يوې وسيلې نه بلې ته توپير کوي. تر ټولو ساده بڼه يې راډيو ته سپارښتنه شوې ده چې دا خپل دليلونه لري: راډيو پر شفاهي کلام ولاړه ده او چې خبره يو ځل له خولې والوته، بيا نه راگرځي. بله دا چې راډيو د چاپي رسنيو پر خلاف، لوستي او نا لوستي يو ډول کاروي، چې دا د راډيويي مطالبو د توليدوونکو دنده لا گرانوي: د ليکنې کچه دې نه دومره لوړه وي چې يوازې يو ټاکلى صنف پرې وپوهېږي او نه دومره ټيټه وي چې ځينو ته بې ارزښته وبرېښي. د دې انډول موندل هم يوه ازموينه ده. درېيم عنصر پخپله د مطالبو وړاندې کول دي: څنگه يې ولولو. ډېرئ اورېدونکي راډيو ته د يوه ملگري په سترگه گوري او د هر چا غږ چې اوري څېره يې ځانته انځوروي. اوس نو که تاسې د ميکروفون تر شا د اورېدونکي دغه ليوالتيا درک نه کړئ او له هغه سره متقابله رابطه ټينگه نشئ کړاى، هغه له لاسه ورکوئ. دې موضوع ته به لږ وروسته راستانه شو، خو راځئ دلته د راډيويي ليکنې ځانگړتياوې يو څه نورې وسپړو: پښتو، د ځينو نورو ژبو پر خلاف، د ليکنې او شفاهي خبرو په برخه کې ډېر لږ توپير لري چې دا په راډيو کې د وړاندې کوونکي دنده آسانوي. تاسې د ميکروفون تر شا هم کلمات هغسې تلفظ کوئ، چې په عادي محاوره کې راځي. خو يوازې دا اصل په خپل سر په راډيو کې ستاسې د بري ضمانت نه شي کولى. ډېر څه به پر دې پورې تړلي وي چې تاسې خپلې جملې څنگه پييئ. له دې جملې نه ستاسې اخيستنه څه ده: "د هغه اتريشي سړي چې د خپل لور په بندي کولو او له هغې څخه د اووه و ماشومانو په لرلو اعتراف کړى، د قربانيانو لپاره ټاکل شوى وکيل وايي تر اوسه پورې داسې نښې نشته چې په دې تړاو دې اداري ناکامۍ وي." د وړاندې کوونکي مقصد دادى چې د اتريش حکومت دانه مني چې امنيتي ادارې يې بېکاره دي. نيوکې هغه مهال وشوې چې له خپلې لور سره د يوه اتريشي سړي د ناوړه روابطو بوږنوونکې کيسه په ډاگه شوه. هغه خپله لور ٢٤ کاله په يوه زېرزميني کې بندي ساتلې وه ، جنسي تېرى يې پرې کړى او اووه بچپيان يې ترې زېږولي دي. که نکل دا وي، نو همداسې يې وکړه. ځکه د راډيو مقصد يوازې د کلمو کتارول نه دي، د مخاطب پوهول هم دي، چې په لومړۍ بېلگه کې دا مقصد تر لاسه شوى نه دى. ډېر ځله ستونزه له نورو ژبو نه د ژباړې په برخه کې پېښېږي. د نورو ژبو د جملې جوړښت او منطق له پښتو سره توپير لري. نو ژباړه دا نه ده چې د ټکي لپاره معادل ټکى وموندل شي، بلکه لومړى مفهوم هضم شي او بيا خپلې ژبې ته راواړول شي. که جمله اوږدېږي ودې ويشل شي، خو تر وسه وسه دې د پوهېدو وړ او ساده کړى شي (په دې اړه نور معلومات د ژباړې تر سرليک لاندې راځي). کله چې د راډيو لپاره ليکلنه کوئ، هر ټکى يې له هره پلوه وتلئ: چې يوه مانا ولري، هماغه مانا ورکړي چې تاسې يې ترې اخلئ، ستاسې او د وسيلې بېطرفي مو زيانمنه نه کړي او لنډه وي. په راډيو کې هره ثانيه ارزښت لري او د هرې اضافي کلمې راوړل هم ستاسې گران راډيويي وخت ضايع کوي، او هم اورېدونکي ته په زړه پورې نه پرېوزي. کله چې د راډيو لپاره څه ليکئ، نو لومړى ځان وپوهوئ چې موضوع څه ده، ولې ارزښت لري او څوک يې لا نوره سپړلى شي. که تاسې ته يوه موضوع روښانه نه وي، ډاډه اوسئ چې اورېدونکى مو پرې هېڅکله پوهېدلى نشي. پښتو متون ډېر لولئ چې ژبه مو وچلېږي او د لغاتو زېرمه مو ډېره شي. څومره چې ستاسې ډېر مترادف ټکي زده وي، هومره مو کلام روښانه او ښکلى راځي. خو شعر مه ليکئ، ستاسې کار د ژوندانه له واقعيتونو سره دى. په ډېر سوچه والي پسې مه گرځئ، خو کره والى له پامه مه غورځوئ. په دې بېلگو کې سوچه والي، پوهېدل گران کړي دي: "د افغانستان د ختيځ – جلال آباد ښار لمر پرېواته پلو د چمتلې په نوم په يوه سپېره دښته کې د هغو کډوالو د پنډغالي د جوړېدو کار به د روان زېږديز کال تر پايه بشپړ شي چې د پاکستاني چاروکو له ترټنو وروسته خپل ټاټوبي ته راستانه شوي دي". ساده بڼه يې: له پاکستان نه راستنو شويو کډوالو ته د اوسېدو نوى کمپ ددې ميلادي کال تر پايه د جلال آباد په ختيځ کې بشپړېږي. کډوال تور لگوي چې د پاکستاني چارواکو تر ځورونو وروسته، خپل هيواد ته ستانه شوي دي". يا: په کوسووه کې نوى اساسي قانون پلى شوى چې له مخې يې واک د ډېرکيو الباني توکميو حکومت ته لېږدېږدي" ساده بڼه يې: د کوسوه نوى اساسي قانون تصويب شو چې واک اکثريت الباني توکمو ته سپاري". په ځينو مواردو کې ښايي تاسې پر يوې موضوع ښه پوه ياست، خو داسې مو ليکلې وي چې بل پرې سم نه پوهېږي. دې لاندې بېلگې ته پام وکړئ چې پر راډيو خپره شوې ده: "د خبريالانو نړيوالې ټولنې له افغان ولسمشر حامد کرزي غوښتي چې د بلخ ولايت د ژورناليزم د پوهنځي زده کوونکي پروېز کامبخش د دوسيې د څرنگوالي په اړه دې په خپله مټې راونغاړي." اصلي موضوع څه ده؟ پروېز کامبخش څوک دى؟ دوسيه يې څه ده؟ د دوسيې څرنگوالى يعنې څه؟ د بلخ ولايت د ژورناليزم پوهنځى څه شى دى؟ ښايي منظور د بلخ پوهنتون د ژورناليزم پوهنځى وي؟ د خبريالانو نړيواله ټولنه څه ده؟ ولسمشر دې پخپله مټې راونغاړي، يعنې څه، قاضي دې شي؟ ښايي دغو ټکو ته په پام سره همدغه جمله داسې کښل شوې واى: "د نړيوالو خبريالانو يوې ډلې افغان ولسمشر حامد کرزى هڅولى چې د ژورناليزم د هغه زده کوونکي په بيا محاکمه کې خپل اغېز وکاروي چې مخکې اسلام ته د سپکاوي په تور په اعدام محکوم شوى دى." "مټې دې راونغاړي"- يعنې مرسته دې وکړي، خپل اغېز دې وکاروي، که مقصد همدا وي همداسې يې ووايه. داسې کلمې مه کاروه چې بېلابېلې ماناوې درلودلى شي او څوک نه پوهوي چې تاسې څه غواړئ. د همدې ډول څو نورې بېلگې هم د راډيو له خپرو شويو مطالبو راخلم : "پخپله افغان حکومت او د حکومت په چوکاټ کې د ملېشو د ړنگولو او بې وسلې کولو ځانگړى کميسيون هم د دا وړ غير قانوني ملېشو شتوالى يوه لويه خبره او د هيواد د سياسي ثبات او د قانون د پلي کېدو په وړاندې لوى خنډ بولي." مقصد مو څه دى او ولې دومره اضافي ټکي. لويه خبره څه ته وايي، ماته ټيک او دقيق وواياست چې د ملېشو شتوالى په کومه مانا لويه خبره ده: ارزښتناکه ده، بې ارزښته ده، خنډونه جوړوي، پرمختگ راولي که څنگه. تر څو چې زه ستاسې د جملې پايته رسېږم چې د ثبات په وړاندې د خنډ موضوع په کې ياده شوې، د جملې له پيل سره زما تړاو شلېږي. بله بېلگه: "د پاکستان ساينس پوه عبدالقدير خان وايي، ٤ کاله د مخه پر ټېلي ويژن د اقرار کولو خلاف دى، ايران، شمالي کوريا او لېبيا ته د اټومي پروگرام د پټو اسنادو د ورکولو مسووليت پر غاړه نه لري." که ددې انگريزي جمله وگورئ، نو موضوع لږه روښانېږي او ساده کېږي: The disgraced Pakistani scientist, Abdul Qadeer Khan, says that, contrary to the televised confession he made four years ago, he was not responsible for passing nuclear secrets to Iran, Libya and North Korea ښايي د پوهېدو وړ پښتو جمله يې داسې راغلې واى: "د پاکستان سپک شوى ساينس پوه عبدالقديرخان وايي، سره له دې چې څلور کاله د مخه يې پر ټلويزيون اعتراف کړى و خو ايران، ليبيا او شمالي کوريا ته د اټومي رازونو په سپارلو کې لاس نه لري". په ليکنه کې داسې فرضيې مه راوړئ چې ناندره ييزې وي، خو که رغېدل ترې نه وي بې له ځنډه يې خپلې سرچينې ته منسوبې کړئ. يوه فرضيه وسپړئ او بلې ته تېر شئ. آيا دا سپارښتنې په دې لاندې ليکنه کې وينئ؟ "د هيوادونو واکمني د خوړو پر نرخ ولاړه ده؟ (څوک وايي؟) د پخواني ولسمشر داود په اړه هم مشهوره ده چې هغه به د خوړو پر بيو او تاله سخت زور اچاوه. (مانا څه ده او چا دا ويلي دي؟ د خوړو پر بيه زور اچول يعنې چې لوړې دې وي؟) ......نو لنډه داچې که اوسني بحران ته راوگرځو نو په تېرو دېرشو کلونو کې په لومړي ځل نړۍ د خوړو له بحران سره مخامخېږي، ددې يو شمېر علتونه دي چې په هغو کې د وگړو زياتېدل، چې په دې سره د ژوند پر هر ډول شيانو اغېز لوېږي، بلکه که يې دا بل اړخ ته وگورو نو د نړۍ يو شمېر هيوادونو اقتصادي پرمختگ کړى، لکه چين، هند، برازيل او خپله روسيه بيا په اقتصادي ډگر کې پر مخ تللې ده، چې په دغو هيوادو کې شتمن خلک زيات خواړه خوري او دا حقيقت دى چې شتمن خلک تر بېوزلو ډېر خواړه خوري." دا ډول جملې اورېدونکي ته د ليکونکي هدف څومره سم لېږدولى شي او فرضيې څومره منطقي پييل شوي دي؟ که موضوع د خوړو گراني ، د هغې علتونه او تاريخي شاليد دى، په منطقي ډول دې هره برخه روښانه تشريح شي، پرته له هغه به اورېدونکى ونه پوهېږي چې تاسې څه واياست. يو پاراگراف له خورا ډېرو فرضيو مه ډکوئ چې جمله اوږدېږي او له پوهېدو وځي، لکه دا وروستى پاراگراف چې ١١٠ کلمې او شپږ کرښې لري! غواړم دلته د بي بي سي د روزنيزې څانگې د يوه کوچني لوست ژباړه درته وړاندې کړم چې په ليکنه کې د لنډو او روښانو جملو پر ارزښت ټينگار کوي. په دې کې د ډېسپچ ليکنې ډول ښودل شوى دى. ډېسپچ د بي بي سي په اصطلاح د خبريال هغه لنډ رپوټ ته وايي چې له هر ډول نظر څرگندونې پرته، په خورا صراحت د يوې پېښې لومړني جزييات تر مخاطبه رسوي. " سريزه يا کيو: اوس چې د بي بي سي نړيواله څانگه د سيمه ييزو پولو دننه ځان له سره سمبالوي، په لندن کې د داسې يوې نوې هڅې پلانونه په ډاگه شوي دي چې د بېلابېلو ژبو څانگې خپل خبريالان او همکاران وروزي. د بي بي سي يوه وياند وويل چې د ټولې نړيوالې څانگې په خپرونو کې په پرله پسې ډول د نشراتي (ايډيټوريال) تگلارو پلي کېدل به اوس د بي بي سي تر ټولومهم لومړيتوب وي. په بي بي سي کې د اروپايي برخې مشر مارک براين هغو مهارتونو ته چې د ډېسپچ په ليکلو کې ضروري دي کتنه کړې او دا رپوټ يې راستولى دى:" "ټول ډېسپچونه يوه سريزه (کيو) غواړي او دا بايد د څلورو او اتو کرښو په شاوخوا کې اوږدوالى ولري. کيو ښايي د راروان ډېسپچ د خوند څرگندوونکې وي. يا ښايي دا د خبر يو لنډيز وبلل شي. ډېسپچ يې بيا نور جزييات وړاندې کوي. ليکنه ساده کوئ او جملې مو لنډې ليکئ. اوږدې جملې چې پاى يې نه برېښي، چې له نومونو، شمېرو او اضافي فقرو ډکې وي، چې پوهېدل يې هم گران وي، لکه همدا جمله... په مقصد مې پوه شوئ؟ د اورېدونکو پام له ځانه سره وساتئ. که لاره مو ترې ورکه کړه نو له لاسه مو وځي. ډېسپچ ځانته د يوه هرم وزمه برگر په توگه تصور کړئ. يو ښه برگر غوښه غواړي، ډوډۍ او يو څه مساله غواړي. راډيويي ډېسپچ هم همداسې درواخله. نوي معلومات يې غوښه وگرځي. د سابقې معلومات يې ډوډۍ شي چې قرينه ورته جوړوي. رنگ ورته لکه مساله يا کاهو لږ تريخوالى ورکړي او خوندور يې کړي. هرم ته ځکه اړتيا لرئ چې که له پايه يې پرې کړئ، نو خپله بڼه له لاسه نه ورکوي. // د يوې دقيقې شاوخوا لکه همدلته چې يې وينئ، د ژر وتلو يو ځاى په نښه کړئ. په نيمه کې د پرې کولو احتمالي ځاى په دوو کږو کرښو (سلشونو) په نښه کړئ. کله چې يې لولئ نو داسې پرې راشئ چې جمله پايته رسېدلې وبرېښې.// پوښتنه کېږي چې د ډېسپچ سم اوږدوالى به څومره وي. په انگرېزۍ کې تر ټولو زيات يوه دقيقه او دېرش ثانيې – مگر داچې اکچواليټي پکې کاروئ. هسې د خپلې کارونې لپاره په دې شرط چې د ژر وتلو نښه مو پکې کړې وي، کولى شئ چې اوږد ډېسپچ هم وليکئ. // نقطه ايښودنه په راډيويي ليکنو کې له عمومي قاعدې سره سمون نلري. د وقفو د ښودلو لپاره له ډاش (-) او سيمي کولن (;) نه کار اخلئ. په جملو کې فعلونو ته هم تل اړتيا نه وي. // ولې ډېسچ؟ ځکه چې د خبر د روښانولو لپاره څېړنه لري. خو خبريالان دې هېڅکله هم پخپله تبصره نه کوي. د هغوى مسلکي مهارت مهم دى، نظر يې نه دى. مارک براين، بي بي سي، لندن" دا بېلگه يوازې په ډيسپچ کې نه ، چې په ټولو راډيويي ليکنو کې ارزښتناکه پرېوتلى شي. جملې هسې ليکئ چې ولس پرې خبرې کوي. فاعل + مفعول + فعل ... د پښتو جملو جوړښت په دې ډول دى. که فورمول دا وي نو دا لاندې جمله د پښتو ژبې له گرامري جوړښت سره سمون نه خوري: "د نړۍ په بېلا بېلو هيوادونو له گرځولو وروسته د المپيک ډيوه په خپل وروستي پړاو کې ... ته رسېدلې ده." ښه يې داسې راتلاى شوه: : د المپيک ډيوه ....تر گرځولو وروسته .... ته رسېدلې ده. يا دا بله جمله: د افغانستان د نورو خلکو ترڅنگ د خوراکي توکو د بيو لوړېدو ښوونکي هم اغېزمن کړي دي... (ددې جملې د جوړښت له مخې د بيو لوړېدل هم د افغانستان د خلکو يو بل ټولگى تصور کېږي، په داسې حال کې چې اصلي مقصد دادى چې د بيو لوړېدو چې مخکې يې نور افغانان اغېزمن کړي وو، اوس يې ښوونکي هم راگير کړل). ددې جملې ژبه په دې ډول جوړېدلى شي، خو په ژورناليزم کې يې لا هم ستونزه شته. په جمله کې اصلي فاعل له فرعي لوبغاړو او فعلونو څخه جلا کړئ او که دا فرعي يا معترضه برخې بيخي نه وي او بلې جملې ته پرېښودل شي ، لا به ښه وي، ځکه چې که دوه درې فعله چې يو اصلي او نور يې فرعي دي، د جملې په آخر کې کتار کړئ له اورېدونکي نه خبره ورکېږي. دې بلېگې ته پام وکړئ: "په امريکې کې د څلورو سوو نه زيات هغه ماشومان چې ددغه هيواد يوې داسې فرقې پورې تړلي چې له يو نه زيات ودونه پکې ترسره کېږي، خپلو مندو او پلرونو ته سپارل شوي دي. " په دې جمله کې اصلي فعل "سپارل" دي چې په پاى کې راغلى دى، خو مخکې ترې د "تړل" او "ودول" فعلونه راغلي چې هم يې جمله پېچلې کړې او هم اوږده کړې ده: اورېدونکي ښايي ددې دريو فعلونو ترمنځ سرگردان شي: ودونه، که له فرقې سره تړل کېدل او که سپارل کېدل؟ کېداى شوى چې هغه داسې وليکل شي: په امريکا کې هغه کوچنيان خپلو ميندو او پلرونو ته وسپارل شول چې د گڼو ودونو د يوې فرقې غړو زېږولي وو". دغه راز به ښه وي چې تر وسه وسه په جمله کې اکتيف يا معلوم (چاروال) حالت د پاسيف يا مجهول (بې چار) پر ځاى وکارول شي. د ساري په توگه : که کوچنيان د حکومت له خوا خپلو ميندو او پلرونو ته سپارل شوي وي.... نوغوره به وي چې ووايو: حکومت کوچنيان ميندو او پلرونو ته وسپارل. وړاندې کول: تر ليکنې وروسته د ميکروفون تر شا د هغې لوستل راځي. په معيار کره ليکنه که ښه ولوستل شي، برى يې هرومرو تضمين دى. خو که هرڅومره ښه ليکنه، بده وړاندې شي، له منځه ځي. سپارښتنه داده چې هره ليکنه تراورولو وړاندې يو ځل له ځان سره په لوړ غږ ولولئ، که ژبه مو په کوم ټکي کې نښلي، يا کوم ځاى درته ناروښانه برېښي، يا جمله په غوږ اوږده لگېږي، همدا يې وروستى فرصت دى چې وايې ړوئ. يو راډيويي وياند د "خصوصي کول" په لوستلو کې ستونزه لري او هر ځل يې داسې لولي چې پر غوږ "خصي کول" لگېږي. د "ل" او "ړ" پرله پسيوالى هم ژبه بندوي، ټکي يې واړوئ، معادل ورته ومومئ. "پ" او "ف"، "ش" او "چ" او ځينې نور توري چې پرله پسې راشي ادا کول يې گرانېږي. د تمرين له لارې ومومئ چې کوم توري تاسې ته د لوستلو پر مهال گران پرېوزي، د هغو پر ځاى نور ټکي وکاروئ. چې د چمتو والي له دې پړاو نه ووتئ، بيا د ميکروفون مخ ته کينئ. په ياد مو وي چې اورېدونکى د کاغذ د مخ ليکنه نه غواړي او په دې تمه وي چې يو نژدې ملگرى يې ورته نکل کوي. هغوى ته داسې وبرېښوئ چې دا ستاسې خپل نکل دى او ورته کوئ يې. د لوستنې پر مهال يوازې يو کس - خپل يو نژدې ملگرى تصور کړئ چې مخ ته مو ناست دى او کيسه ورته کوئ. مه يې ډېر ژر لولئ او مه ډېر ورو، خو تل روښانه اوسئ. سپارښتنه داده چې په يوه ثانيه کې به درې ټکي د پوهېدو وړ وي، بيا هم خپله چټکتيا مو له نورو سره پرتله کړئ او بيا يې له سره سمبال کړئ. د غږ آهنگ ته مو پام کوئ، داسې چې د جملې په پاى کې ونه لوېږي او ورک نه شي. خو د کلام نور مهارتونه تل تمثيلوئ. د جملې په پاى کې ساه اخلئ، چې اورېدونکى مو ساه واخلي. له دې مه ډارېږئ چې د ساه غږ به مو په خپرونه کې راشي، دا يو طبيعي کار دى او انسان په ساه ژوندى دى. کامه په جمله کې مراعات کوئ، د ندا پر ځاى ښه ده چې اورېدونکى ستاسې په کلام کې د حيرانتيا يوه کوچنۍ بېلگه وويني. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ^^ أعلى الصفحة | |||