![]() |
||
بې پرېوالى او ځيرتيا
په بي بي سي کې يو اصل چې خورا ډېر ټينگار پرې کېږي د خبريال بې پرېوالى دى. هغه څه چې د بي بي سي خپرونې اورېدونکو ته د منلو وړ گرځوي، له پېښې نه د رپوټ ورکوونکي بهر پاتېدل دي. که چېرې اورېدونکى په دې وپوهېږي چې تاسې په پېښه کې د کوم چا پلوي کوئ، په رپوټ مو باور نه کوي او تاسې د قضيې يوه خوا بولي. يو ساده ټکى بس دى چې ستاسې بې پرېوالى له پوښتنې سره مخ شي: مثلا" که د يوه چا نوم بشپړ واخلئ او د بل نيمگړى، يوه ته پوره القاب وکاروئ او بل ته نه، يو جنگيالى وبولئ او بل جگړه مار او په سلگونو داسې نور ټکي، لکه: بېسارى، بېنظيره، بېسابقې، يوازينى، واحد، لومړى، وروستى، استثنايي، تر ټولو ستر، تر ټولو پراخ، چټک، دروند، لوړ، نه جبرانېدونکى، تاريخي، هستوونکى، ويجاړوونکى، بوږنوونکى او نور هر يو خپل معلوم بار لري او ستاسې بېطرفي زيانمنولى شي. په ياد مووي: د صفت په کارونه کې احتياط کوئ! ډېر ځله د انگريزې خنثى ټکي يا صفتونه چې پښتو شي، ځانگړى بار مومي او غبرگون پيدا کوي. يو دغسې ټکى Rebel دى، چې ټيک ژباړه نه لري. ځينې يې ياغيان ژباړي، چې خپل بار لري، نور يې مخالفين بولي، چې دا هم بايد روښانه شي چې د چا مخالفين: که يوازې وواياست مخالفينو داسې وکړل، تاسې هم د حکومتي يا حاکمې خوا برخه گرځئ. دغه راز په انگريزي ژبه کې ځينې ترکيبونه د پړې گوته له خبريال يا د هغه له رسنۍ نه گرځولى شي، لکهalleged چې په همدغه مفهوم په سختۍ سره په پښتو جمله کې ځاييدلى شي. پر داسې مهال غوره داده چې په يوه ډول وويل شي چې دغه څه چې تاسې يې اورئ لا پوره ثابت شوى حقيقت نه دى او يوازې د يوه چا وينا ده. دا کار په تېره بيا يو چا ته د تور د منسوبېدو پر مهال ډېر ارزښت مومي. که موږ په رپوټ کې په زغرده دا ووايو چې فلاني دا کار کړى، بې له دې چې د شک ځاى په کې پرېښودل شي، د محکمې له خوا ددغه فلاني د سپينېدو په صورت کې ښايي له يوه جنجال سره مخامخ شو. د ترهگر يا تروريست په برخه کې د بي بي سي تگلاره روښانه ده چې له خپله لوري دا ټکى چاته نه کاروي او راوړل يې يوازې د اقتباسونو پر مهال او يا که مثلا" ملگري ملتونه يا نړيوال کومه ډله يا شخص ترهگر وبولي، مجاز بولي. دغه راز د ميکرفون تر شا د شفاهي خبرو يا لوستنې پر مهال ددغو ترکيبونو له کارولو ډډه وکړئ: زموږ هيواد، زموږ کلتور، دا خاوره، دا ولس، زموږ ژبه او نور. همدغو حساسيتونو ته په پام سره بي بي سي، مثلا" د فارس خليج يا عربي خليج پر ځاى يوازې "خليج" غوره بولي (ځکه چې پر دغه نامه د ايران او عربي هيوادو لانجه ده)، کشمير په آزاد او مقبوضه نه ويشي او د هند د ولکې او پاکستان د ولکې کشمير يې بولي، په افغانستان کې د برتانيا پوځ يې بولي او "زموږ پوځ" ورته نه وايي. ځينې وختونه په ناپوهېدلي ډول يوه ساده جمله کېدى شي، پوښتنې راولاړې کړي، لکه په دې بېلگه کې: "ټيک لس کاله د مخه په همدې ورځ پاکستان د هندوستان د اټومي ازموينو په ځواب کې اټومي ازموينې ترسره کړې" په دې جمله کې پړه په ناپوهېدلي ډول د هند پر اوږو لوېږي چې که هغه ازموينې نه واى کړى، نو پاکستان به هم ښايي غلى ناست واى؟! دلته د بې پرېوالي د زيانمنېدو څو نورې بېلگې له خپرو شويو راډيويي مطالبو نه راوړم: "د هلمند ولايت په مرکز لشکرگاه کې په لومړي ځل يوه ستره مشاعره جوړه شوې وه." (آيا مخکې هېڅکله هم داسې مشاعره نه وه شوې؟) "د افغانستان هوايي ځواک په لومړي ځل په جنگي عملياتو کې برخه واخيسته." (تاسې ته سمه برېښي؟) "په کونړ کې په لومړي ځل پر معلولينو د مرستې مالونه وويشل شول." (د مخکنيو مرستو، ښايي په مخکنيو رژيمومنو کې د ورته مرستو تاريخ چاته معلوم دى؟) "د برتانيا دويم وليعهد شهزاده ويليم د دوشنبې په ورځ افغانستان ته د يوه پټ سفر په ترڅ کې..." (دويم وليعهد؟ بريتانيا يوازې يو وليعهد لري. ښايي دا د انگريزي د هغه ترکيب نيمگړې ژباړه وي چې شهزاده ويليم د سلطنت تخت ته د رسېدو په کتار کې تر خپل پلار وورسته دويم بولي چې دا هېڅکله هم هغه ته د دويمې وليعهدۍ د ورکړې مانا نه لري). "په برتانيا کې د ښاروالۍ ټاکنې تل د ملي گوندونو" ..... (ملي په پښتو کې مثبت مفهوم دى او هر سراسري گوند ته په پښتو کې دغه صفت ورکول نا سم برېښي) هرڅومره چې ستاسې وينا او ليکنه يوازې پر دقيقو معلوماتو بنا وي، په هماغه اندازه د تېروتنې او پارونې خطر کمېږي. ددې لپاره بي بي سي ټينگار کوي چې حقايق ښه کره کړئ او بيا يې خپاره کړئ، ښه به وي چې دويم شو، خو سم اوسو نه داچې ناسم واوسو خو تر ټولو لومړى خبر ورکړو! هېڅکله دا مه انگېرئ چې يو شى چې تاسې چېرته ليدلى، په همدغه بڼه سم او رېښتيا دى، په تېره بيا د انټرنېټي سايټونو، خبري آژانسونو او نورو رسنيو معلوماتو ته د شک په سترگه وگورئ، بيا بيا يې وڅېړئ او د ټيکوالي تر ډاډ وروسته يې خپاره کړئ. په دې لاندې بېلگو کې د بيړې او نا کره والي نښې کتلى شئ: ".... کميسيون د ٢٣ ناندره ييزو انتخاباتي حوزو د رايو شمېرل پاى ته ورنژدې کړې دي." (ناندره ييز که لانجمن) "... دغزې پر شمالي څنډو د الوتکو او ټانکونو پر مټ بريد کړى دى" (مټ دلته د زور سره د تړاو له امله د لاس د مټو تصور رامنځ ته کوي!) "په افغانستان کې د پوليسو يوه بله کلنۍ دوره په داسې حال کې فارغه شوې چې په دغه هيواد کې د نظم او قانون د ځاى ته راوستو په برخه کې د ملي پوليسو د ونډې د ډېرولو له اړخه ولسي فشارونه په ډېرېدو دي." (د جملې له پېچلتيا پرته، آيا ولسي فشارونه رېښتيا هم په ډېرېدو دي؟) "په افغانستان کې ښځو ته د ژوند د ښو امکاناتو د برابرولو په لړ کې يو شمېر افغان مېرمنو کابل کې يو سپورتي کلب جوړ کړى چې ښځې په کې سپورتي تمرينونه وکړي." (څومره ښځې به سپورتي کلب ځانته د ژوند يو ښه امکان وبولي؟ زر، دوه زره؟) "په کابل کې د افغان ښځينه پوليسو د پرمختيا د وهم کنفرانس په کار پيل وکړ." (څنگه پرمختيا؟) "موږ بايد د سبا لپاره خواړه ډاډمن کړو" ( يعنې خواړه پر شا ووهو چې مه خوابدي کېږئ موږ درسره يو!) ".... وزير وويل چې محافظه کارانو د هيواد په پارلمان کې ٦٩ د ټولو ٢٦٧ څوکيو څخه گټلي دي." (اکثريت شوي که اقليت دي؟) په ياد مو وي چې له نامه سره د ښاغلي، آغلې، ډاکټر، پوهاند، اعليحضرت، جنرال او نورو راوړل خپل فورمول لري. لومړى دا چې، په افغانستان او د نړۍ په ډېرو هيوادو کې لومړى نوم بشپړاو له هر ډول لقب پرته راځي (لکه حامد کرزى) وروسته په دويمه اشاره کې د نامه لومړۍ برخه غورځي او نور القاب ورسره ملگري کېږي، لکه : ښاغلى کرزى، ولسمشر کرزى، جنرال عظيمي، ډاکټر وردک او نور. په لېرې ختيځ کې دا کار سرچپه دى: القاب د نامه له لومړۍ برخې سره راځي. مثلا" که د ملگرو ملتو د سرمنشي بان کي مون نامه ته په بله جمله کې بيا اشاره کوئ نو "ښاغلى بان" به واياست، نه ښاغلى کېمون چې په يوه خپرونه کې راغلى و. دغه راز وگورئ چې د چا نوم له څو برخو جوړ دى او تخلص يا کورنى نوم له کومه ځايه پيلېږي. يو چا د ايراني ولسمشر محمود احمدي نژاد نوم په دويمه اشاره کې يوازې ښاغلى "نژاد" راوړى و. دا يوه تېروتنه او نا کره والى دى او ښايي ځينې وختونه کلک غبرگون راوپاروي. له جنرال او اعليحضرت سره نور القاب، لکه ښاغلى يا محترم يا نور نه راځي. پاچايانو او ملکو ته هم ښاغلى او آغلې نه کارېږي. تاسې نه شئ ويلى چې د برتانيې ملکې آغلې اليزابت يا د افغانستان پخواني پاچا ښاغلي ظاهرشاه. يوازې د دوى رسمي القاب کافي دي. د ادارو او موسسو نومونه هم همداسې دي او بايد چې سم ولوستل شي. وگورئ چې پارلمان سم دى، که ولسي جرگه. که چېرې يو جرگه يي پارلمان وي نو ښايي چې پارلمان يا ملي شورا يې وبولئ. خو که دوه جرگې ولري نود افغانستان د سيستم پر بنسټ يې په ولسي جرگې او مشرانو جرگې وېشلى شئ. د جرگې Speaker په وياند مه ژباړئ، دې ته د ولسي جرگې رييس يا د مشرانو جرگې رييس ويل کېږي. د پوځ مشر هم هرځاى "لوى درستيز" نه دى. غوره به وي چې د پوځ مشر يې وبولو، ځکه چې د افغانستان د سيستم له مخې لوى درسيتز د دفاع وزارت تر امر لاندې دى، خو په نورو هيوادو لکه پاکستان کې د پوځ مشر مخامخ ولسمشر ته ځواب ورکوي او د دفاع وزارت واک پرې دومره نشته. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ^^ أعلى الصفحة | |||