![]() |
||
![]() د افغانستان د وزارتونو رسمي نومونه دادي:
د عدليې وزارت د ماليې وزارت د عامې روغتيا وزارت د کليو د پراختيا او بيا رغاونې وزارت د سوداگرۍ او صنايعو وزارت له نشه يي توکيو سره د مبارزې وزارت د بهرنيو چارو وزارت د مخابراتو او مخابراتي ټکنالوژۍ وزارت ددفاع وزارت د کورنيو چارو وزارت د اقتصاد وزارت د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د پوهنې وزارت د لوړو زده کړو وزرات د اوبو او انرژۍ وزارت د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د ښځو چارو وزارت د حج او اسلامي ارشاد وزارت د فوايد عامې وزارت د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت د ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د سرحدونو چارو وزارت د ښاري پراختيا وزارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په ياد موي وي چې په افغانستان کې د پوليسو ولايتي قوماندانانو ته "امنيه قوماندان" وايي چې په کورنيو چارو وزارت پورې اړه مومي او غوره به وي چې همدا ټکى وکارېږي. د لوى څارنوال ادارې ته"لويه څارنوالي" وايي، نه هغسې چې ځينې يې په ناسمه املا لوى څارنوالي ليکي. د محکمو نظام هم له ابتداييه، تميز، استيناف او سترې محکمې نه جوړ دى او يو شمېر نورې بڼې هم لري. د لوى درستيز او ستر درستيز په منځ کې هم توپير شته: لومړى يو ژوندى کس او دويم د هغه اداره ده، يعنې هغه دفتر او تشکيل چې لوى درستيز يې مشري کوي د ستردرستيز په نامه يادېږي، چې کله کله دا دوه سره اشتباه کېږي. |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ^^ أعلى الصفحة | |||