![]() |
||
د بي بي سي ژبه
د بي بي سي د ليکنې عمومي قاعده داده چې ساده او کره وي. بي بي سي په خپل نشراتي لارښود کې غوښتنه کوي چې ژبه دې روښانه وي، اطلاعات دې دقيق او تر پوره څېړنې وروسته راټول شوي وي. د بي بي سي ليکنه، لکه د هرې بلې رسنۍ د يوه پراخ مخاطب لپاره وي، خو دلته ټينگار په دې دى چې ددغه مخاطب د ځانگړو پاټکو (ځوانانو، ښځو، ښاريانو، کليوالو او نورو) اړتياوو ته په پام سره دې عيار شي. که د بي بي سي لپاره يې ليکئ نو د ژبې گرامري ځانگړتيا او د ټکو اوسمهالي کارېدنگ په پام کې نيسئ. څو لنډې جملې تر يوې اوږدې او پېچلې جملې غوره وي. گورئ چې جمله مو له معلوماتو ډکه وي اوهسې د رنگينو ټکو ترکيب نه وي. هر ټکى د مانا له نظره په پام کې نيسئ او اضافي شيان غورځوئ. که د يوه مفهوم لپاره څو ټکي لرئ، هغه يې غوره کړئ چې لنډ او روښانه دى. له تکراري او "کليشه شويو" مفاهيمو نه ځان ساتئ. د اصطلاحاتو (خپل يا پردي) کارول پرېږدئ، آن که مخاطب مو ورسره تر څه ځايه آشنا هم وي، لکه: اډاپټ، کلېپ، پروپوزال، فلايټ، ايميرجنسي.... ټکي په تېره بيا چې سره ورته وي، د مفهوم له نظره بېل کړئ او هر يو پر خپل ځاى کاروئ: ترهگر (trahgar) د تروريست په مانا که طرحگر (tarhagar) د طرح کوونکي په مانا، بريا (achievement) که برى (victory)، گواښنه (warning) که گواښ (threat) منښته (نذر) که منل (قبلول، اعتراف کول) . د ژبې عمومي املايي قاعدې په پام کې نيسئ. د ځانه د املا را ايستل معيار له منځه وړي او د بېلا بېلو کسانو له خوا د يوه ټکي د ورته تلفظ خنډ گرځي. حساسيتونو ته پام ساتئ. د "ته" کارول هېر کړئ، مگر داچې له يوه ډېر نژدې کس سره مو د زړه خواله کوئ. د نارينه او ښځينه ضمير ځايونه په پام کې نيسئ. پوليس په پوليسانو مه جمع کوئ. ځير اوسئ چې ليکنه مو په نړيوال ډگر کې د کرکې پاروونکې ونه بلل شي. مثلا" د گلنار بېگم دا سندره ښايي تورپوټکو ته سپکاوي وبلل شي: ورک دې تورمخونه شي، تورزړي په جهان دي... له معلولينو او معيوبينو سره چلند نوره ځيرتيا هم غواړي. د "ړانده" پر ځاى "ړانده خلک" غوره دي. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ^^ أعلى الصفحة | |||