BBC navigation

عمران خان د خپل ګوند د يوه غړي وژل کېدل غندلي

د خپريدو وخت: 12:02 گرینویچ - پنجشنبه 17 اکتوبر 2013 - 25 تله 1392

عمران خان ويلي دغې پېښې اندېښمن کړی او حکومت بايد ژر تر ژره د دې پېښې عاملين ونيسي

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په خيبر پښتونخوا کې د تېرې ورځې ځانمرګی بريد چې له امله يې يو ايالتي وزير او څو تنه نور ووژل شول، غندلی دی.

اسرار ګنډاپور د پاکستان د تحريک انصاف ګوند غړی دی، چې اوس په خيبر پښتونخوا واکمن دی.

عمران خان ويلي، چې دغې پېښې ټکان ورکړی دی. ده د پاکستان له حکومت نه غوښتي چې د دغې پېښې عاملين ژر تر ژره ونيسي.

د تېرې ورځې په ځانمرګي بريد کې د خيبر پښتونخوا د قانون ایالتي وزير اسرار الله ګنډاپور له اوو نورو کسانو سره ووژل شو.

نوموړی هغه مهال په ډېره اسماعیل خان کې د خپل کور مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، چې له ورغلو مېلمنو سره يې اختر مبارکي کوله.

د رپوټونو له مخې ځانمرګی د دوو ساتونکو له وژنې وروسته توانیدلی چې د وزیر حجرې ته ننوځي او هلته چاودنه وکړي.

ویل کېږي چې د اسرار الله لیدو ته نژدې ۵۰۰ کسان ورغلي وو.

وزیر اسرار الله په ۲۰۱۳م کال کې د خیبر پښتونخوا له ډېره اسماعیل خانه د یوه خپلواک کاندید په توګه د ایالتي پارلمان ټاکنې وګټلې.

نوموړی وروسته له پاکستان تحریک انصاف ګوند سره چې مشري یې عمران خان کوي یوځای شو.

دا لومړی ځل نه دی چې په اسرار الله ګنداپور برید کېږي

اسرار الله د تحریک انصاف لومړنی لوړ پوړی چارواکی دی چې وژل کېږي.

د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان دغه برید غندلی او له پولیسو یې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

وتلي سیاست وال افراسیاب خټګ د ښاغلي اسرارالله د وژنې په تړاو په خپل غبرګون کې ویلي چې پښتونخوا د پارلمان یو ځیرک غړی، یو سپڅلی پښتون او زړور مشر له لاسه ورکړ.

تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

تېره اوونۍ بي بي سي سره په یوه مرکه کې د پاکستاني طالبانو مشر وویل خبرو ته چمتو دی خو پر امریکا او متحدینو به بریدونو ته دوام ورکوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په ښاغلي اسرار الله برید کېږي.

په می میاشت کې له ټاکنو نه مخکې د ده په کاروان برید وشو. نوموړی د اپریل په ۲۵مه د کولچي په لور روان وو چې دوه موټر بمونه وچاودېدل خو ده ته کوم زیان ونه رسېد.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .