کوټه کې چاودنو تر ۹۵ ډېر کسان وژلي

د خپريدو وخت: 13:01 گرینویچ - پنجشنبه 10 جنوري 2013 - 21 مرغومی 1391

تېره ورځ په کوټه کې يوه بل جلا بريد بيا يوولس کسه ووژل.

په پاکستان کې د يو لړ بمي چاودنو په پايله کې له ۹۰ ډېر کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. تر ټولو مرګوني غبرګ بريدونه د هېواد د جنوب لويديځ په کوټې ښار کې د سنوکر په يوه کلب کې شوي دي.

د بېړنيو خدمتونو زيات کارکوونکي او ژورنالستان هغه مهال ووژل چې په لومړۍ چاودنې پسې بله چاودنه وشوه او ودانۍ يې را وغوځوله.

ويل کېږي ډېری وژل شوي شيعه وګړي دي او د لشکر جنګوي يوې فرقه يي ډلې ويلي دغه بريدونه دوی کړي دي.

تېره ورځ په کوټه کې يوه بل جلا بريد بيا يوولس کسه ووژل.

او په سوات کې بيا د يوې چاودنې له امله چې په يوه مذهبي غونډه کې وشوه، له شلو زيات کسان مړه کړل.

د يوه ځايي تلويزيون تصوير اخيستونکی امين الله منګل چې د چاودنې پر مهال په همدغه ځای کې وو د سترګو ليدلی حال داسې انځور کړ:

''له لومړۍ چاودنې وروسته ټولو چې په هغو کې خبريالان، پوليس او د ژغورنې کارکوونکي ووسيمې ته ځان ورساوه. کله چې موږ دغلته ورسېدو او د ژغورنې ډلو ټپيان راوېستل، ناڅاپه بله چاودنه وشوه. ټول وېردلي وو، ټپيان د ودانۍ په غولي کې پراته وو او چيغې يې وهلې.''

رپوټونو کې ویل شوي، چې د بمي برید هدف د یوه پولیس چارواکي ګاډی و.

د بلوچستان حکومت او شیعه ډلو پر دغو وژنو سخته خواشيني ښودلې او د جمعې په ورځ یې د پراخه مظاهرو اعلان کړی دی.

د مظاهرې له کبله د کوټې ټول بازار تړل شوی دی، او په ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د کوټې پولیسو یوه مشر زبېر محمود خبریالانو ته وویل، چې د چاودنې په پایله کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۷ ټپیان دي.

په رپوټونو کې ویل شوي، چې د بمي برید هدف د یوه پولیس چارواکي ګاډی و. چاودنه مېزان څلور لارې ته نژدې اقبال روډ سیمه کې شوې او احتمال څرګندېږي، چې په وژل شویو کې ملېشه سرتېري هم شامل دي.

"د ځايي پولیسو په وینا په دغه ډول بریدونو کې د کوټې ښار په شمول ټول بلوچستان کې نژدې ۴۵۰ پولیسان وژل شوي دي."

له دې مخکې د کوټې په غوث اباد سیمه کې د تېر ډسمبر په ۲۹ نا معلومو کسانو د پولیسو پر یوه ګاډي برید وکړ او څلور پولیسان يې ووژل.

په هغه برید کې د پولیسو د یوه ځايي مشر په ګډون څلور پولیسان ووژل شول او د ګاډي چلوونکی سخت ټپي شو.

له هغې پېښې دوې ورځې مخکې (ډسمبر۲۷ ) د کوټې ښار په سټلایټ ټاون سیمه کې د پاکستان د یوې څارګرې ادارې کارکوونکی د نامعلومو کسانو په ډزو کې ووژل شو.

د ځايي پولیسو په وینا په دغه ډول بریدونو کې د کوټې ښار په شمول ټول بلوچستان کې نژدې ۴۵۰ پولیسان وژل شوي دي.

د کوټې ښار د بلوچستان ايالت مرکز دی چې په تېره يوه لسيزه کې د دا وړ پېښو شاهد دی.

د بلوچستان ملتپاله د دغه ایالت په طبیعي سرچينو کې د پراخې ونډې غوښتنه کوي. طالب اورپکي هم په دغه سيمه کې فعاليتونه کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .