میرانشا ته نژدې خوړ کې ۷ جسدونه موندل شوي

د خپريدو وخت: 08:37 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391

د هغو جسدونو په اړه، چې د ډسمبر په ۳۱ موندل شوي وو، چارواکو هغه مهال وویل، چې د سخت دریځو وسله والو دي، خو د ځايي اوسېدونکو په وینا هغه کسان د سخت دریځو پر ضد د عملیاتو پر مهال تښتول شوي وو.

قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې ځايي چارواکي وايي، چې له یوه خوړ نه چې د غره په لمنه کې موقعیت لري، ۷ جسدونه موندل شوي.

د بي بي سي خبریال په خپل رپوټ کې د ځايي چارواکو له قوله ویلي، چې جسدونه د شمالي وزیرستان مرکز میرانشا ته نژدې موندل شوي.

د چارواکو په وینا جسدونه له میرانشا څخه ۳۰ کیلو متره لېرې په دوسلۍ سیمه کې له یوه خوړ څخه موندل شوي دي.

خو چارواکي وايي د دوی له رسېدو مخکې نامعلومو کسانو دغه مړي له هغه ځایه لېرې کړي دي.

د دوی په وینا دوی ته د جسدونو په اړه تېره شپه معلومات ورکړل شوي وو، خو له لمر خاته وروسته، چې دوی سیمې ته ورسېدل، معلومه شوه، چې جسدونه په شپه کې له هغه ځایه لېري کړل شوي دي.

د چارواکو په باور دغه جسدونه د مسېد قوم د اړوند کسانو دي. دوی وايي داسې احتمال شته، چې وژل شوي کسان وسله وال طالبان وي.

تېره اوونۍ هم د شمالي وزیرستان مرکز مېرانشا ته نژدې یوه خوړ کې د ۹ کسانو مړي موندل شوي وو.

د ځايي چارواکو په وینا وژل شوي کسان په ډزو ویشتل شوي وو. د دوی په وینا هغه مړي له میرانشا بازار څخه ۱۵ کیلومتره لېرې په یوه خوړ کې موندل شوي وو، چې د غره په لمن کې تېر دی.

"د خیبر ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې کله نا کله دغه ډول مړي موندل کېږي، خو دا لومړی ځل دی، چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پاکستاني طالبانو مړي موندل شوي."

د هغو جسدونو په اړه، چې د ډسمبر په ۳۱ موندل شوي وو، ځايي چارواکو هغه مهال وویل، چې د سخت دریځو وسله والو دي، خو د ځايي اوسېدونکو په وینا هغه کسان د سخت دریځو پر ضد د عملیاتو پر مهال تښتول شوي وو.

د چارواکو په وینا موندل شوي مړي د وسله والو سخت دریځو دي، چې د تحریک طالبان پاکستان اړوند دي.

د خیبر ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې کله نا کله دغه ډول مړي موندل کېږي، خو دا لومړی ځل دی، چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پاکستاني طالبانو مړي موندل کېږي.

د شمالي او جنوبي وزیرستان په یو شمېر سیمو کې د هغو کسانو مړي موندل کېږي، چې وسله وال طالبان یې د جاسوسۍ په تور وژني.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .