BBC navigation

مسید قوم ته له واڼه سیمې د وتلو امر شوی

د خپريدو وخت: 05:49 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391

د شنبې په ورځ په واڼه بازار کې د وزیر قوم جرګې پرېکړه وکړه، چې د مسېد قوم اړوند کسان باید د څلورو ورځو په اوږدو کې له دې سیمې ووځي.

د قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د وزیرو قومي جرګې د مسید قوم اړوند کسانو ته امر کړی، چې د دسمبر میاشتې تر پنځمې نېټې پورې له دغه ځایه ووځي.

دغه پرېکړه د ځايي طالبانو پر یوه قومندان ملا نذیر له ځانوژونکي بریده وروسته شوې.

د احمدزي وزیر قوم اړوند ملانذیر په دې برید کې ټپي شوی و او شپږ نور کسان په کې وژل شوي وو.

د شنبې په ورځ په واڼه بازار کې د وزیر قوم جرګې پرېکړه وکړه، چې د مسېد قوم اړوند کسان باید د څلورو ورځو په اوږدو کې له دې سیمې ووځي.

د جرګې له پرېکړې سره سم که د واڼه هر اوسېدونکی د مسېد قوم اړوند کډوال او یا جنګیالي ته پناه ورکړي، نو ۱۰ لکه کالدارې به جریمه کېږي.

د جرګې ګډونوالو د پاکستان له حکومت نه هم غوښتنه کړې، چې په دولتي ودانیو کې مېشت مسېدو ته ووايي، چې تر ټاکلې مودې پورې له دې ځایونو ووځي.

د وزیر قوم په جرګه کې دا تور هم ولګېد، چې پر ملانذیر شوي برید کې د مسېد قوم اړوند کسانو لاس درلود.

ځايي چارواکو هم ویلي وو، چې داسې احتمال شته، پر ملا نذیر شوي برید کې د مسېد قوم اړوند کسان لاس ولري.

"ملانذیر په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوونکو حافظ ګل بهادر او شورا اتحاد المجاهدین ډلو سره نژدې اړیکې لري او له پاکستان پلوه طالبانو څخه بلل کېږي."

د ۲۰۰۸ کال په اوږدو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د نوموړي په ملتیا په جنوبي وزیرستان کې د دېره ازبک جنګیالو پر ضد پراخ پوځي عملیات کړي وو، چې له هغه وروسته د پاکستاني حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې هوکړې په نوم جوړجاړی رامنځ ته شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .