BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:25 گرينويچ 2010 ,11 فبروري
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
اجمل خټک: شعر او سياست
 

 
 
پيلوځى: اوونيز ادبي، هنري پروگرام
اجمل خټک د پښتو شعري آسمان يو ځلانده ستورى او دپښتون ملت پاله سياسي ډگر يو مهم لوبغاړى وو.

نوموړى د ٢٠١٠ د فبرورۍ پر اوومه په پنځه اتيا کلنۍ کې له دې نړۍ وکوچېدى او پېښور ته نږدې په خپل پلرني ټاټوبي، اکوړه خټک کې خاورو ته وسپارل شو.
خو د نوموړي غږ ا وشعر به تر ډيره پاته وي.

اجمل خټک د خپل سياسي ژوند پيل له خدايي خدمتگار غورځنگ څخه وکړ چې بنسټ ېې د عدم تشدد يوۀ مخکښ خان عبدالغفار خان ايښى ووچې د باچاخان او فخر افغان په نومونو هم پېژندل کيږي.

اجمل خټک وروسته د پښتون ملت پال، عوامي نېشنل گوند، مشر او همدارز په پاکستان کې د محکومو قامونو د سياسي گوندونو ايتلاف (پونم) مشر هم وو.

اجمل خټک په نظم او نثر کې په لسگونو اثار ليکلي دي خو په شعر کې ېې د "غيرت چغه" د ملتپالۍ يا نېشنلزم يو شاهکار گڼل کيږي. د نوموړي شاعرۍ د ډيرو خلکو په ذهن او فکر کې انقلاب راوستى او له همدې کبله ده ته "انقلابي شاعر" هم ويل شوي دي.

د بي بي سي داود اعظمي له اجمل خټک سره اووه کاله وړاندي په دوه زره دريم کال کې د هغۀ په کلي کې څو ځانگړې مرکې کړې وې چې دادى اوس په لومړي ځل خپريږي.

په دې مرکو کې د اجمل خټک د شعر او ادبي هلو ځلو ترڅنگ، په عمومي توگه د پښتو شعر، شعر اوسياست، پښتون ملتپال سياست او روانو سيمه ييزو او نړيوالو حالاتو پۀ اړه د زړه خواله شوي دي.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت