|
اندونيزيا کې ١٤ 'ناقانونه ' افغان کډوال نيول شوي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
اندونيزيايي پوليسو ويلي چې د جاوا ټاپو په ختيځ کې يې ١٧ ناقانونه کډوال نيولي دي .
په دغو کډوالو کې ١٤ افغانان او درې عراقيان دي . د اندونيزيا پوليسو د سرابايا مشر کومر اېک ايډوين ويلي دغه کډوال يې د تېرې يکشنبې په ورځ د جاوا ټاپو په ختيځه 'سيدوارجو' سيمه کې نيولي : ((نيول شوي کډوال او د سرابايا د پوليسو په مرکز کې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي، چې ډېر ژر به دا قضيه د جاوا ختيځو پوليسو ته وړاندې کړو . )) نوموړي ويلي دغه کسان يې هغه مهال نيولي، چې يوې کښتۍ بالي ته لېږدول . خو د 'سيدوارجو' د پوليسو مشر محمد اقبال بيا ويلي چې د دغو کډوالو په اړه د سيمې اوسېدونکو معلومات ورکړي دي : ((دا هغه نيول شوي کسان دي، چې نه يې پاسپورټونه او نه وېزې لرلې .)) نوموړی وايي اوس پوليس له دغو کسانو پلټنې کوي، خو هېڅ کوم يو پکې په انګليسي ژبه نه پوهېږي .
اندونيزيا د افغانستان په شان د جنګ ځپلو هېوادونو د وګړو د ناقانونه سفر لپاره يوه غوره لاره ده، چې استراليا ته ترې پورېوځي . د تېرې نومبر مياشتې پر ١٥مه هم اندونيزيا ويلي وو چې ٦١ ناقانونه کډوال يې نيولي دي . قاچاق کوونکي له اندونيزيا نه د يوې ترانزيتي لارې په توګه کار اخلي او ډېری هغه کسان چې له جګړو ځپلو هېوادونو لکه افغانستان، سريلانکا نه اروپايي هېوادونو ته، د اندونيزيا له لارې چاقاق کېږي . افغانستان، پاکستان، بنگله ديش او نيپال هغه هېوادونه دي چې د بې وزلۍ سره سره يې ډير خلک يې په يو نه يو ډول د بشري تيريو قربانيان پاتې شوي دي . په افغانستان کې د ٣٠ کلونو راهيسې روان تاوتريخوالي ، بې وزلۍ او د روزگار نشتوالي ډير ځوانان دېته اړ کړي دي چې بهرنيو هېوادونو ته د روزي د گټلو لپاره سفر وکړي . شمېرې ښيي چې دغه ډول کسان بيا د انساني قاچاق د مافيا لاسته لوېږي او په داسې لارو يې په ناقانونه توگه د نړۍ نورو هېوادونو ته اړوي چې ډېرې له خطره ډکې دي . ملگري ملتونه وايي چې په ټولو هغو هيوادونو کې چې خلک يې د انساني قاچاق قربانيان پاتې شوي دي بايد ددغې مافيا په وړاندې ټوليزې منډې ترړې پيل شي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
اندونيزيا ويلي ٦١ افغانان يې نيولي دي15 نومبر, 2009 | خبرونه
پاکستان تر ٢٠١٢ افغان کډوال په زور نه وباسي15 نومبر, 2009 | خبرونه
په فرانسه کې افغان کډوال بېرته خپل کمپ ته ځي 30 سپتمبر, 2009 | خبرونه
په فرانسه کې پر افغان کډوالو څه تېرېږي ؟27 سپتمبر, 2009 | خبرونه
افغانان لا هم په نړۍ کې د کډوالو لوړه شمېره جوړوي21 جون, 2009 | خبرونه
قاچاق وړونکو 70 کډوال په اوبو کې ډوب کړل 13 اپريل, 2009 | خبرونه
دافغان کډوالو ژوند داندېښنې وړ دی 19 فبروري, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||