BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:57 گرينويچ 2009 ,21 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
ملبنډ: ناټو بايد افغانستان کې پاتې شي
 
ملبنډ
ملبنډ: ((که چېرې له افغانستانه بهرني ځواکونه ووزي، نو ښايي چې ډېر ژر به وسله وال ځانونه واک ته ورسوي . او موږ به يوځل بيا صفر ته وروګرځو. ))
د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ډېوېډ ملبنډ ويلي که چېرې له افغانستانه ناټو ځواکونه ووزي، د دغه هېواد حکومت به په څو اوونيو کې راپرېوزي .

نوموړي د افغانستان د بيا رغونې په برخه کې د لانورو چټکو منډو ترړو غوښتنه کړې ده .

ښاغلي ملبنډ دا څرګندونې د برتانيا له ګارډين ورځپاڼې سره په خبرو کې کړې دي .

ډېوېډ ملبنډ د تېرې پنجشنبې په ورځ کابل کې د ولسمشر حامد کرزي د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی و .

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويلي: ((که چېرې له افغانستانه بهرني ځواکونه ووزي، نو ښايي چې ډېر ژر به وسله وال ځانونه واک ته ورسوي . او موږ به يوځل بيا له څه له صفر پيلوو . ))

نوموړي ويلي چې اوس افغانانو هرچا ته سترګې نيولې دي، که چېرې څوک مرسته ورسره ونه کړي، ښايي چې هېواد يې يوځل بيا د ګډوډۍ ميدان وګرځي .

د برتانيا لومړي وزير ګورډن براون هم وړاندې ويلي وو چې دوی افغانستان شاته نه شي پرېښودی .

برتانوي پوځيان افغانستان کې
له ٢٠٠١ کال راهيسې افغانستان کې شاوخوا ٢٣٤ پوځيان وژل شوي، چې يوازې ٩٧ يې سږکال وژل شوي دي .

نوموړي ويلي وو چې ډېر پام بايد د افغان ځواکونو روزولو ته ورواوړي، چې د خپل هېواد امنيت په خپله وساتي .

ښاغلي براون وويل د امکان په صورت کې دی غواړي د روان کال پيل کې افغان امنيتي ځواکونو ته د ځينو ولسواليو د سپارلو مهالوېش جوړ کړي .

نوموړي وويل برتانوي ځواکونه به يوازې هغه مهال له افغانستانه وزي چې افغان امنيتي ځواکونه د خپلو خلکو دفاع وکولی شي او القاعدې ته اجازه ورنه کړي، چې هېواد يې د اډې په توګه وکاروي .

ګورډن براون برتانيا کې د هغو لپاره چې اندېښنه لري ځواکونه به يې تر ډېره افغانستان کې پاتې شي، له دغه هېواده د خپلو ځواکونو د ويستلو په اړه څرګنده اشاره ورکړه او زياته يې کړه دی هيلمن دی چې راتلونکی کال به افغان پوليس او ملي اردو د امنيت چارې پرخپله غاړه واخلي

له ٢٠٠١ کال راهيسې افغانستان کې شاوخوا ٢٣٤ پوځيان وژل شوي، چې يوازې ٩٧ يې سږکال وژل شوي دي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت