BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:53 گرينويچ 2009 ,18 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د افغان حاجيانو ورستۍ ډله سبا سعودي ته ځي
 
مکه مکرمه
د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال به شاوخوا دېرش زره افغانان حج وکړي .

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت سعودي عربستان ته د سږ کال د حج په مراسمو کې د گډون په موخه د نژدې ټولو راجستر شوو افغانانو د لېږدولو خبر ورکوي.

وزارت وايي سعودي ته د تلونکو شاوخوا دېرش زره حاجيانو له ډلې يې اووه ويشت زره وار له مخې رسول شوي او پاتې درې زره نور به يې سبا ولېږدول شي .

ددغه وزارت مرستيال وزير شفيق صميم بي بي سي ته وويل د دوى د مهالوېش له مخې به د پنجشنبې په ورځ سعودي ته د تلونکو افغانانو وروستۍ رسمي الوتنه وي.

ښاغلي صميم وويل د تېرو کلونو خلاف يې سږ کال افغان حاجيانو ته د استوگنځايونو، روغتيايي او يو شمېر نورې پام وړ اسانتياوې برابرې کړې دي.

خو له دې هر څه سره سره هغه د يو شمېر ترافيکي پېښو او طبيعي ناروغيو له امله،تراوسه د اوو افغانانو د مړېنې او يو شمېر نورو د ژوبل کېدو خبره هم وکړه.

د ښاغلي صميم په وينا په طبيعي پېښو کې ډېرى مړه شوي هغه افغانان دي چې عمرونه يې له پنځوسو پورته ول.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت، سږ کال وار له مخه د دا ډول طبيعي پېښو او يو شمېر نورو نارغيو د مخنيوي په موخه له پاخه عمر لرونکو افغانانو غوښتي و چې حج ته ولاړ نه شي.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت