|
٧٥ کسه د سولې له بهير سره يوځای شول
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سولې د ټينگښت کميسيون وايي د سولې له بهير سره يو ځاى شوي ٧٥ کسه تر ډېره گلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي غړي دي او پاتې
يې طالبان دي چې عملآ يې د حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوله .
چارواکي وايي د سولې له بهير سره ددغو يوځاى شويو ډېره برخه د حزب اسلامي غړي دي . د سولې له بهير سره يوځاى شوي د غزني ،لوگر، کاپيسا، ننگرهار او ميدان وردگو ولايتونو دي . د دغه کمېسيون وياند شريف يوسفي وايي له بهير سره يو ځاى شويو کې د مخالفينو ځايي قومندانان هم شامل دي او خپلې سپکې او درنې وسلې يې هم کمېسيون ته سپارلي دي . ښاغلى يوسفي وايي د سولې له بهير سره يو ځاى شويو بشپړ ډاډ ورکړى چې وروسته له دې به د حکومت پر ضد وسله پورته نه کړي . دى وايي دغه کسان پرته له مادي امتيازه د ځايي سپن روبو او د کميسيون د هلو ځلو پر مټ د حکومت پر ضد له مبارزې لاس اخيستى دى : '' زموږ د کمېسيون ستراتيژي دا نه ده چې يوه کس ته د سولې له بهير سره د يو ځاى کېدو په بدل کې د پيسو معامله وکړو، يوازې د دوى ځينو ته د لارې کرايه چې هغه هم له يونيم زر افغانيو نه ډېرېږي ورکوو، او په مقابل کې د دوى ځينې کسان له خپلو ځانونو سره وسلې هم سپاري چې په تور بازار هغه له څلوېښت زرو نيولې تر سل زره افغانيو پورې قيمت لري، موږ د دغو وسلو قيمت هم نه ورکوو .''
کميسيون وايي له سولې سره د يو ځاى کېدو په بدل کې دغو کسانو د دوى د سر او مال د خوندي کېدو لپاره يوازې يوه ضمانت پاڼه ورکول کېږي نه نور امتيازات . دغه کسان پر داسې مهال د سولې له بهير سره يو ځاى کېږي چې په دې وروستيو کې د امريکا متحده ايالاتو د طالبانو له ليکو نه د دوى د يو شمېر ملگرود را اړولو لپاره يوه کړنلاره جوړه کړې . د کړنلارې له مخې هغو کسانو ته چې د افغان حکومت پر خلاف له جگړې لاس اخلي پيسې ورکول کيږي . خو وسله والو طالبانو ويلي دوى د اسلامي روحيې پر بنسټ جنگيږي نه د پيسو لپاره دوى ويلي تر هغه چې بهرنيان په افغانستان کې وي خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي . د سولې د ټينگښت کمېسيون پر وينا تراوسه څه د پاسه اته زره وسله وال مخالفين له دغه کمېسيون سره سسيوځاى شوي دي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||