|
کلنټن له کرزي نه د فساد ضد کلکه مبارزه وغوښته
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ولسمشر په توګه د لوړې تر پورته کولو څو ورځې وړاندې امريکا حامد کرزي ته خبرداری ورکړ، چې يا اداري فساد ختم کړي که نه نور
د امريکا ملاتړ به له لاسه ورکړي .
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وايي افغانستان ته به ترهغه ملکي مرستې نه ورکوي چې د افغان حکومت حساب ورکونه باوري شوې نه وي : ((موږ ولسمشر کرزي او هغه حکومت ته معلومې هيلې ټاکلې دي، موږ دا سپينه کړې ده چې په ملکي برخه کې به افغانستان سره تر هغه مرسته نه کوو چې حساب ورکونه يې نه وي باوري شوې . )) مېرمن کلنټن چې سنګاپور کې د امريکا له اي بي سي تلوېزيون سره خبرې کولې وويل چې ولسمشر کرزی بايد د اداري فساد د مخنيوي لپاره لانورې هلې ځلې وکړي، چې د امريکا حکومت خپلو خلکو ته د دغو مرستو لپاره دليل پيدا کړي . نوموړې وويل دوی باوري دي چې ولسمشر کرزی له دې نه ښه کار کولی شي : ((موږ باور لرو چې ولسمشر کرزی او د هغه حکومت تر دې نه ښه کار کولی شي، موږ دا پيغام ورلېږلی او اوس چې ټاکنې پای ته رسېدلې، موږ تمه لرو چې کره بدلون ووينو، دا بدلون بايد ولسمشر رهبري کړي او د ټولو ځايي چارواکو په ګډون بايد د خلکو اړتياوو ته ځواب ورکړي، دوی بايد هغه مرستې وکړي چې خلک ورته اړتيا لري، خلک نه غواړي چې طالبان بېرته راستانه شي، دوی داسې حکومت غواړي چې وکولی شي د دوی استازيتوب وکړي . ))
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې وويل هغه کسان چې په فساد کې لاس لري، بايد محاکمه شي، چې په دې صورت کې به امريکا او نړيوال متحدين يې له افغانستان سره د امنيتي ځواکونو په پياوړتيا کې مرسته وکړي چې د خپلو خلکو امنيت په خپله ونيسي . مېرمن کلنټن وړانديز وکړ واشنګټن غواړي چې د افغانستان حکومت د اداري فساد او جرمونو پرضد کمېسيونونه جوړ کړي . امريکايي چاروکي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې ده ولسمشر کرزی د ولسمشرۍ د دويمې دورې لوړه وکړي . په کابل کې د امريکا سفير کارل ايکنبيري سپينې ماڼۍ ته يو ليک استولی چې افغانستان ته يې پکې د نورو زرګونو پوځيانو له لېږلو سره مخالفت ښودلی دی . د ايکنبيري په دې ديپلوماتيک تيلګرام کې چې جزييات يې رسنيو ته په ډاګه شوي، د حامد کرزي په مشرۍ د افغان حکومت پر وړتيا او پکې د فساد د پر شتوالي شک ښودل شوی دی .
خو امريکا کې جګپوړي پوځي چارواکي پر ولسمشر اوباما زور اچوي چې افغانستان ته دې د نورو سرتېرو د استولو امر وکړي . وړاندې هم افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر جنرال سټېنلي مکرېسټل له اوباما نه افغانستان ته د څلوېښتو زورا مريکايي سرتېرو د لېږلو غوښتنه کړې وه . افغانستان کې د ملګرو ملتونو مخکېني ديپلومات پيټر ګالبرېت ويلي دا د سفير دنده ده چې ولسمشر ته تر خپلې پرېکړې کولو وړاندې سلا مشوره ورکړي : ((که د هغه نظرونه د ده له مطلب سره سم تشريح شي نو بيا زه دې سره پوره موافق يم څه چې سفير ايکنبيري ويلي دي . هغه يو سياسي او پوځي څېره ده چې افغانستان کې يې د امريکايي پوځيانو مشري کړې ده، دی پوهيږي پوځي ماموريت ترهغه نشي بريالی کېدی چې يو باوري ځايي ملګری نه وي هغه په دې نظر دی چې د ولسمشر کرزي حکومت مفسد دی او د درغليو په پايله کې واک ته رسېدلی دی .نو د نوموړي په اند هغه يو باوري ملګری نشي کېدی او زه له دې سره موافق يم . ))
امريکايي چارواکي او د هغې اروپايي ايتلافيان وايي افغانستان کې بې درېغه درغلي او د مخدره توکو سوداګري د طالب اورپکو له بغاوت ډېرولو سره مرسته کړې ده . د هغوی اندېښنه دا ده تر هغه چې ولسمشر کرزی په پوره ځواک سره د خپلو چارواکو او ايتلافيانو په ګډون د دې ستونزې د ختمولو لپاره راوړاندې نه شي، د سرتېرو زياتوالی، امريکايان او نه هم بل څوک دغه هېواد سمې ته وړی شي . د ناټو سرمنشي اندري فو راسموسن وايي : ((موږ بايد دا ډاډ ترلاسه کړو چې د کابل حکومت د ډاډوړ حکومت دی، يانې دا چې موږ له يوه باوري ملګري سره چلند کوو، زما په اند اوس دا په کار ده چې د کابل حکومت او نړيوالې ټولنې ترمنځ يو نوی تړون رامنځته کړو او په ډاګه ورته وويل شي چې نړيواله ټولنه به ترهغه له افغانستان سره خپلې مرستې او ژمنې جاري ساتي، چې افغان حکومت د فساد د له منځه وړلو لپاره يوه ښه حکومتداري نه وي ښودلې . )) |
ورسره تړلي نور خبرونه
ځينې وزيران په مالي فساد تورن شول13 نومبر, 2009 | افغانستان
کرزي له فساده د 'پاکې ادارې' جوړولو ژمنه وکړه03 نومبر, 2009 | خبرونه
اوباما له کرزي نه د فساد ضد ټينګه مبارزه وغوښته02 نومبر, 2009 | خبرونه
'دمالي فساد په تور دوه تنه ونيول شول'30 اکتوبر, 2009 | خبرونه
څېړنغونډه : بډې او فساد د بيارغاونې مخه نيسي24 اکتوبر, 2009 | خبرونه
اداري فساد او د راتلونکي حکومت ننګونې 30 سپتمبر, 2009 | خبرونه
د اداري فساد پرضد ځانګړې څارنوالي19 اپريل, 2009 | افغانستان
فراه: په فساد تور پوليس بېرته خوشي شول03 مارچ, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||