|
کابل: په تاوتريخوالي کې 21 تنه ووژل شول
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د تاوتريخوالي د تازه پېښولومړنۍ هغه د پکتيکا ولايت په سروبي ولسوالۍ کې شوې ده .
د پکتيکا د والي وياند حميدالله ژواک وايي ناټو او افغان ځواکونو په ګډه د يادې شوې ولسوالۍ په رباط سيمه کې د طالبانو پر ضد عمليات کړي او په پايله کې يې ديوه سيمه ييز قوماندان په ګډون اته طالب جنګيالي وژلي دي . د والي وياند وويل چې له طالبانو څخه يې يو موټر ، وسلې او مهمات هم نيولي دي . خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي . په نورستان ولايت کې بيا د افغان او ناټو ځواکونو د ګډو عملياتو په پايله کې د يو طالب قوماندان په ګډون شپږ طالبان وژل شوي دي . چارواکي وايي عمليات ددغه ولايت په غرنۍ ولسوالۍ نوره ګرام کې له هغه وروسته وشول چې وسلوالو دغلته د ناټو ځواکونو پر اډو بريدونه وکړل . د نورستان د ګاونډي ولايت کونړ چارواکي بيا وايي چې ناټو ځواکونو د دغه ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ په يوه بريد کې درې ماين خښوونکي وژلي دي . په ختيځو ولايتونو کې د ناټو د رسنيو دفتر هم دبريد خبر ورکوي خو وايي د وژل شويو د شمېرې په اړه معلومات نه لري . ددغو پېښو په اړه هم طالبانو خپل نظر نه دی څرګند کړی . خو په زابل ولايت کې د ولسي خلکو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې چې په پايله کې يې درې ولسي وګړي وژل شوي او همدومره نور ټپيان دي . د لوېديز ولايت هرا ت د ګلران ولسوالۍ په يوه روغتيايي کلينک کې د چاودنې له امله يو تن وژل شو ی او دوه نور ټپيان دي . د هرات د عامې روغتيا رييس غلام سعيد راشد وايي چاودېدونکي توکي په يوه بخارۍ کې ځای پر ځای شوی و. د نوموړي په وينا وژل شوی کس د يوه ناروغ له خپلوانو څخه دی او ټپيان د کلينک کارکونکي دي . پوليس وايي د پېښی عاملين تراوسه نه دي پېژندل شوي او په اړه يي پلټنې روانې دي. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||