|
امريکا، افغان هوايي ځواک ته 2 الوتکې ورکړې
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پر افغانستان د امريکې د متحده ايالاتو له بريد اته کاله وروسته هغه هېواد دوه ترانسپورتي پوځي الوتکې افغان چارواکو ته وسپارلې
او د هغو سندونه يې د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي قومندان ته ورکړل .
دغه الوتکې (( سي ٢٧ )) نوميږي چې په امريکې کې جوړې شوي او نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د امريکايي بريد جنرال بويرا له خوا د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي قومندان ډگرجنرال دوران ته وسپارل شوې . د دغو الوتکو د سپارلو پر مهال ښاغلي دوران وويل په پام کې لري چې د دغو الوتکو لپاره نوي کسان وروزي. د هغه په خبره د دغو نويو الوتکو تخنيک د پخوانيو هغو په پرتله ډېر پرمختللى دى : ((اوسنۍ الوتکې د پخوانيو هغو سره ډېر توپير لري ، لومړى دا چې دغه الوتکې نوې دي، پخوانيو الوتکو ډېرې ستونزې لرلې د هغو پرزې
هم نه پيدا کېدې ، خو د دغو الوتکو هم پرزې ډېرې دي او هم په نوي سيستم جوړې شوې دي . تر ډېره افغان چارواکي هيله من دي چې د دغو الوتکو په راتگ سره به د افغان امنيتي ځواکونو په لوجيستيکي اکمالاتو کې اسانتياوې رامنځته شي او د دښمن ډېر پوځي خوځښتونه به پخپل وخت شنډ کړي . په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سټېنلي مکرسټل وايي سره له دې چې په دې برخه کې به له افغانستان سره د امريکې د پوځي مرستو لړۍ روانه پاتې کېږي ، خو په خبره يې د دغو الوتکو په سپارلو سره افغان پليو ځواکونو دا مهال هوايي ملاتړ هم بياموند : (( نن افغانستان د امنيت د خوندي کولو په لاره کې ډېر کوچنى خو په حقيقت کې ارزښتناک گام پورته کړ . د افغانستان هوايي ځواکونه به له دې وروسته د افغانانو د ژوندانه د خونديتوب لپاره ښې دندې ترسره کړي. د طالبانو لټه به کوي . دغه الوتکې به افغان او ايتلافي ځواکونه هغو سيمو ته لېږدوي چې ورته اړتيا ليدل کېږيږ دا رنگه د جگړې له ډگره به ټپيان انتقالوي . د سي ٢٧ الوتکو په ورکولو سره به پيلوټان دغه وړتيا ومومي چې د ايتلافي ځواکونو په شان هوايي فعاليتونه ترسره کړي )) افغانستان د ١٩٢٤ ميلادي کال راهيسې د هوايي پوځي ځواک لرونکى دى چې په لومړي ځل يې له بريتانيا او پخواني شوروي اتحاد څخه الوتکې پېرودلې وې . څلور کاله وروسته په ١٩٢٩ کال کې د دغه هېواد پوځي هوايي خوځښتونه ټکني شول خو په ١٩٢٧ کال کې يو ځل بيا پوځي هوايي خوځښتونه پيل شول . هغه مهال بريتانيي افغان پيلوټان روزلي وو . له نن څخه دېرش کاله وړاندې افغان هوايي ځواکونو شاوخوا پنځه سوه الوتکې لرلې چې په هغو کې جگړه ييزې ، بم غورځونکې ، ترانسپورتي او څرخي الوتکې شاملې وې. خو په دغه هېواد کې له تنظيمي جگړو سره سم دغه الوتکې يا خو ويجاړې شوې او يا هم په لوى لاس کباړ ته چمتو شوې او د زړو اوسپنو په بيه په بهرنيو هېوادونو او په تېره بيا د گاونډيو هېوادونو په بازارونو کې ليلام شوې . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||