|
پېښور کې ځانمرګي بريد ١١وژلي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پېښور کې بيا ځانمرګی بريد شوی .
بريد د پېښور پشتخرې د تلاشۍ مرکز ته څېرمه شوی، چې په پکې يوولس تنه وژل شوي او تر شلو ډېر نور ټپيان دي . دا د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې پېښور کې پنځم مرګونی بريد دی . پوليس وايي بريد له چاودېدونکو توکو د يوه ډک ګاډي په وسيله شوی .
د پېښور د پوليسو مشر شعيب زاده انيس خبريالانو ته ويلي چې په دې بريد کې دوه پوليس، درې ښځې، درې ماشومان او درې نارينه وژل شوي دي . د پاکستاني طالبانود مشر حکيم الله مسعود يوه تن وياند رسنيو ته ويلي چې دوی به د پاکستان په څلورو سترو ښارونو (اسلام اباد، پېښور، لاهور او راولپنډۍ) کې خپل بريدونه جاري وساتي . وياند زياته کړې تر هغه به خپل بريدونه کوي، چې جنوبي وزيرستان کې د امريکا په ملاتړ پاکستاني پوځ خپل چاڼيز عمليات نه وي بند کړي .
رويټرز خبري اژانس د پاکستاني طالبانو د يوه غړي قاري حسين مسيد له خولې ليکلي چې : ((موږ به د هېواد په نورو سيمو کې هم ورته بريدونه پيلوو .)) ويل کېږي چې قاري حسين مسيد د پاکستاني طالبانو تحريک کې د ځانمرګو بريد کوونکو سنبالوونکی دی . وړمه ورځ هم پېښور د يوه خونړي بريد شاهد و . بل خوا پاکستاني پوځ ويلي چې په تېرو څلريشتو ساعتونو کې يې جنوبي وزيرستان کې اووه وسله وال طالبان وژلي او د دوی څلور پوځيان ټپيان شوي دي . پوځ په اورکزيو قبايلي سيمه کې د هوايي ځواکونو په بريدونو کې د لسو نورو وسله والو د وژل کېدو ادعا هم کوي . همدارنګه زياتوي چې د سوات توته کان کلي ته څېرمه پر پوځي چاوڼۍ وسله والو بريد کړی، چې په ځوابي ډزو کې پنځه وسله وال وژل شوي . د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک ويلي وو چې پوځ نژدې دی، چې خپله بريا اعلان کړي او د پاکستان ولس ته يو ښه خبر واوروي، هغه دا چې جنوبي وزيرستان به له وسله والو پاک کړي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
پېښور: د آی اس آی پر مرکز ځانمرګی بريد وشو13 نومبر, 2009 | خبرونه
پېښور کې چاودنې ٢٤ کسه ووژل11 نومبر, 2009 | خبرونه
پېښور کې ځانمرګی بريد شوی 09 نومبر, 2009 | نړۍ
پېښور کې ځانمرګي بريد ١٣ ووژل 08 نومبر, 2009 | خبرونه
پاکستان: د پېښور چاودنې ٤٨ تنه وژلي 10 اکتوبر, 2009 | نړۍ
پېښورکې ځانمرګي بريد ١٨ وژلي ٥٠ ټپيان دي 10 جون, 2009 | خبرونه
پېښور ښار کې زوروره چاودنه شوې16 مۍ, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||