|
پاکستان تر ٢٠١٢ افغان کډوال په زور نه وباسي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسي جرگې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د څېړلو په موخه د کډوالو چارو وزير او د بهرنيو چارو وزارت
سياسي مرستيال وربللي دي .
د جرگې غړي وايي چې د پاکستان حکومت غواړي په دغه هېواد کې د افغان کډوالو څو کمپونه وتړي، چې د هغوى په وينا چارواکو يې په اړه لازم کار نه دى کړى، خو افغان چارواکي وايي چې په دې برخه کې يې د پاکستان له حکومت سره خبرې کړې دي . د کډوالو چارو وزارت وايي چې پاکستان ورسره منلې تر ٢٠١٢ کاله به کډوال په زور نه باسې . د ولسي جرگې د پرېکړې له مخې به د افغانستان د کډوالو چارو وزير او د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د دوشنبې په ورځ ددغې جرگې عمومي غونډې ته ورځي . د جرگې د غړو په وينا نوموړي چارواکي به په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په وړاندې د پاکستاني امنيتي ځواکونو د وروستيو پورته کړيو گامونو په هکله چې ويل کېږي يو شمېر کډوال يې نيولي او ځينې کمپونه هم په پام کې ده وتړل شي د جرگې غړو ته مالومات ورکړي .
د ولسي جرگې لومړي منشي عبدالستار خواصي له بي بي سي په خبرو کې وويل چې دغه غونډه به استجوابيه وي او له چارواکو به وپوښتل شي چې د ژمي په درشل کې يې د دغو کډوالو د راتلونکي په اړه څه کارونه کړي دي : " د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال بايد له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او له ديپلوماتيکو لارو دې ته لار اواره کړي چې د ژمي په شپو کې کډوال را ونه شړي، د کډوالو وزير مو ځکه راغوښتى که احتمالا زموږ کډوال وروڼه له پاکستانه واېستل شي، ددوى تدابير د هغوى د خوندي کولو په اړه څه دي . " د افغانستان د کډوالو چارو وزارت که څه هم مني چې په پاکستان کې يو شمېر کډوال د امنيتي ستونزو له امله د حکومت لخوا نيول کېږي يا ځورول کېږي، خو ټينگار کوي، چې ددغې ستونزې د حل کولو لپاره يې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي . د دغه وزارت مرستيال محمد عمر عيار وايي چې امنيتي ځواکونو په يو شمېر مشکوکو ځايونو کې د افغانانو پر کورونو چاپې اچولي، خو د کمپونو د تړلو خبره نه ده شوې : " هغوى موږ سره دې پايلې ته رسېدلي چې بايد کمپونه ونه تړي او که بيا هم څه امنيتي ستونزې وي په کوم بل ځاى کې به دوى ته ځاى ورکوي. داسې نه ده چې کډوال به د ژمي په دې سختو شرايطو کې افغانستان ته رالېږي . " د ښاغلي عيار په وينا پاکستاني چارواکو ورسره منلې چې تر ٢٠١٢ کاله به افغانان په زوره له دغه هيواده نه باسي . دا لومړى ځل نه دى چې د افغانستان ولسي جرگه د کډوالو د ستونزو په اړه حکومتي چارواکي وربولي . دوه کاله وړاندې تر دې هغه مهال چې ايران يو زيات شمېر افغان کډوال له خپلې خاورې وشړل، جرگې د بهرنيو چارو او کډوالو وزيران استيضاح کړل . ددغې استيضاح په ترڅ کې د کابينې يو وزير هم له دندې گوښه کړاى شو، خو د بل هغه په اړه د حکومت او ولسي جرگې ترمنځ پراخې ناندرۍ راپورته شوې . |
ورسره تړلي نور خبرونه
ولسي جرگه د کډوالو ستونزې څېړي14 نومبر, 2009 | خبرونه
افغانان لا هم په نړۍ کې د کډوالو لوړه شمېره جوړوي21 جون, 2009 | خبرونه
' افغان کډوال له پاکستانه په زور ايستل کېږي '24 مۍ, 2009 | خبرونه
م.م : د افغان کډوالو د راستنېدا لړۍ بيا پيلېږي30 مارچ, 2009 | افغانستان
دافغان کډوالو ژوند داندېښنې وړ دی 19 فبروري, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||