BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:22 گرينويچ 2009 ,15 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
اندونيزيا ويلي ٦١ افغانان يې نيولي دي
 
اندونيزيا
اندونيزيا ويلي چې له نيول شويو افغانانو يې پلټنې پيل کړې دي .
په اندونيزيا کې ٦١ افغانان چې استراليا ته په قاچاقي ډول لېږدول کېدل، نيول شوي دي .

د پوليسو يوه جګپوړي افسر وويل چې دا بېړۍ يې د اندونيزيا په جنوب کې نيولې ده .

سرچينه زياتوي چې دوو افغانانو چې د تېښتې هڅه يې کوله، په ډزو ويشتل شوي او ټپيان دي .

د پوليسو په وينا له دواړه ټپيان تر درملنې لاندې دي او له نورو نه پلټنې روانې دي .

خپله د اندونيزيا درې تنه وګړي هم د انسانانو د قاچاق په تور نيول شوي دي .

د روان کال اپرېل مياشتې په لومړيو کې د پاکستان له لارې ايران ته قاچاق کېدونکي لسګونه افغانان د پاکستان په کوټه کې کانتينرونو کې کنډ کپر وموندل شول، چې ځينې يې له وړاندې مړه شوي ول .

قاچاق کوونکي له اندونيزيا نه د يوې ترانزيتي لارې په توګه کار اخلي او ډېری هغه کسان چې له جګړو ځپلو هېوادونو لکه افغانستان، سريلانکا نه اروپايي هېوادونو ته ، د اندونيزيا له لارې چاقاق کېږي .

ملگرو ملتونو وړاندې ويلي وو چې د سوېلي اسيا هېوادونه د نړۍ هغه برخه ده چې د انساني قاچاق سرچينې په کې تر بل هرځاى ډيرې فعاله دي .

دا هغه هېوادونه دي چې خلک يې له بېوزلۍ او تاوتريخوالي او جگړو څخه ځوريږي .

افغانستان، پاکستان، بنگله ديش او نيپال هغه هيوادونه دي چې د بې وزلۍ سره سره يې ډير خلک يې په يو نه يو ډول د بشري تيريو قربانيان پاتې شوي دي .

په افغانستان کې د ٣٠ کلونو راهيسې روان تاوتريخوالي ، بې وزلۍ او د روزگار نشتوالي ډير ځوانان دېته اړ کړي دي چې بهرنيو هيوادونو ته د روزي د گټلو لپاره سفر وکړي.

شميرې ښيي چې دغه ډول کسان بيا د انساني قاچاق د مافيا لاسته لوېږي او په داسې لارو يې په ناقانونه توگه د نړۍ نورو هېوادونو ته اړوي چې ډېرې له خطره ډکې دي .

ملگري ملتونه وايي چې په ټولو هغو هيوادونو کې چې خلک يې د انساني قاچاق قربانيان پاتې شوي دي بايد ددغې مافيا په وړاندې ټوليزې منډې ترړې پيل شي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت