|
برتانيا 'د طالبانو د ستنېدو ملاتړ کوي'
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
برتانوي چارواکو په دوو راتلونکو کلونو کې د افغان حکومت او د طالبانو د مشرتابه له يوې برخې سره د ممکنه جوړجاړي خبره پورته کړې
ده .
دا خبره په هغه سند کې شوې چې د بي بي سي لاس ته ورغلی . وزيرانو په تېر کې له عادي طالبانو او سيمه ييزو قومندانانو سره د خبرو د اړتيا خبرې کولې، خو په دې برخه کې بدلون اوس دا دی چې په دې سند کې په پراخه کچه او ټاکلي وخت کې له طالبانو له مشرانو سره پر خبرو ټينګار شوی . باور دا دی دا يو له هغو څو سندونو نه دی، چې بهرنيو هېوادونو ليکلي او موخه يې د ولسمشر کرزي راتلونکي حکومت ته د سلا ورکول دي . بي بي سي ته د دې سند ځينې برخې څرګندې شوې دي، چې د جنګياليو د بريدونو د کمښت لپاره پر هغو پوځي فشار او د پخلاينې لارې چارې پکې په ګوته شوې دي . ستراتيژيکه پخلاينه د ځايي طالب چارواکو او د هغوی د پلو جنګياليو د راخپلولو تګلاره لا له وړاندې جوړه شوې ده، خو په دې سند کې د افغان حکومت او د طالب مشرتابه د ځينو غړو ترمنځ چې په کوټه کې ده، د ستراتيژيکې پخلاينې خبرې کېږي .
په وړاندې شوي سند کې د ملګرو ملتونو د بنديزونو له لېسته د شپږو مياشتو په ترڅ کې د طالبانو د هغو مشرانو د ليرې کولو پلان په ګوته کېږي چې د پخلاينې له بهير سره يوځای کېږي . د سند له مخې د راتلونکو دوو کلونو په ترڅ کې به کابل کې لويه جرګه رابلل کېږي چې د افغانستان په اساسي قانون کې بدلون راولي . د برتانيا د بهرنيو چارو وزارت وايي د افشا شوي سند په اړه څه نه شي ويلی، خو يوه چارواکي وويل دا يو اوږدمهاله نظر دی چې له جنګياليو سره بری سياسي هلو ځلو ته اړتيا لري . خو د بهرنيو هېوادونو لخوا د طالبانو له مشرتابه سره د خبرو دغه وړانديز به څومره عملي بڼه ولري، طالب مشرانو وړاندې ويلي وو په دې شرط به خبرې کوي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووزي . خو ايا طالب مشرتابه به له دې مخکېني شرطه تېر شي، د طالبانو د واکمنۍ د بهرنيو چارو وزير مولوي وکيل احمد متوکل په دې اند دی چې دا به يوه اسانه چاره نه وي : ((زه فکر کوم چې دا کوم اسانه کار نه دی، خو د جګړې په پرتله سوله څو ځلې اسانه او ممکنه ده، دا ځکه چې په عمل کې واضحه اراده نشته او عملاً د سولې لپاره کار نه دی شوی . خو که دوی ته داسې ډاډ ورکړل شي، چې بهرنيان له افغانستانه وزي، ښايي دوی ته د خبرو هيله راوټوکوي .)) ښاغلی متوکل زياتوي که چېرې د بې باورۍ واټن راکم شي، ښايي طالب مشرتابه خبرو ته غاړه کښېږدي . وړاندې امريکا يو داسې قانون تصويب کړ، چې له مخې به يې هغو طالب جنګياليو ته پيسې ورکول کېږي، چې له جګړې لاسونه اخلي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||