BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 23:38 گرينويچ 2009 ,14 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
ولسي جرگه د کډوالو ستونزې څېړي
 

 
 
افغان ولسي جرگه
دوه کاله وړاندې هغه مهال چې ايران يو زيات شمېر افغان کډوال له خپلې خاورې وشړل، جرگې د بهرنيو چارو او کډوالو وزيران استيضاح کړل.
د افغانستان ولسي جرگې په پاکستان کې دمېشتو افغان کډوالو د ستونزو د څېړلو په موخه د کډوالو چارو وزير او د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وربللي دي.

د جرگې غړي وايي چې د پاکستان حکومت غواړي په دغه هيواد کې د افغان کډوالو څو کمپونه وتړي، چې د هغوى په وينا چارواکو يې په اړه لازم کار نه دى.

د ولسي جرگې د پرېکړې له مخې به د افغانستان د کډوالو چارو وزير او د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د دوشنبې په ورځ ددغې جرگې عمومي غونډې ته ورځي.

د جرگې د غړو په وينا نوموړي چارواکي به په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په وړاندې د پاکستاني امنيتي ځواکونو د وروستيو پورته کړيو گامونو په هکله چې ويل کېږي يو شمېر کډوال يې نيولي او ځينې کمپونه هم په پام کې ده وتړل شي د جرگې غړو ته مالومات ورکړي.

د ولسي جرگې لومړي منشي عبدالستار خواصي له بي بي سي په خبرو کې وويل چې دغه غونډه به استجوابيه وي او له چارواکو به وپوښتل شي چې د ژمي په درشل کې يې د دغو کډوالو د راتلونکي په اړه څه کارونه کړي دي.

" د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال بايد له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او له ديپلوماتيکو لارو دې ته لار اواره کړي چې د ژمي په شپو کې کډوال را ونه شړي، د کډوالو وزير مو ځکه راغوښتى چې مالومه يې کړو، که احتمالا زموږ کډوال وروڼه له پاکستانه واېستل شي، ددوى تدابير د هغوى د خوندي کولو په اړه څه دي؟ "

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت که څه هم مني چې په پاکستان کې يو شمېر کډوال د امنيتي ستونزو له امله د حکومت لخوا نيول کېږي يا ځورول کېږي، خو ټينگار کوي، چې ددغې ستونزې د حل کولو لپاره يې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.

کمپونه نه تړل کېږي
 " هغوى موږ سره دې پايلې ته رسېدلي چې بايد کمپونه ونه تړي او که بيا هم څه امنيتي ستونزې وي په کوم بل ځاى کې به کډوالو ته ځاى ورکوي. داسې نه ده چې کډوال به د ژمي په دې سختو شرايطو کې افغانستان ته رالېږي."
 
محمد عمر عيار

د دغه وزارت مرستيال محمد عمر عيار وايي چې امنيتي ځواکونو په يو شمېر مشکوکو ځايونو کې د افغانانو پر کورونو چاپې اچولي، خو د کمپونو د تړلو خبره نه ده شوې.

" هغوى موږ سره دې پايلې ته رسېدلي چې بايد کمپونه ونه تړي او که بيا هم څه امنيتي ستونزې وي په کوم بل ځاى کې به کډوالو ته ځاى ورکوي. داسې نه ده چې کډوال به د ژمي په دې سختو شرايطو کې افغانستان ته رالېږي. "

د ښاغلي عيار په وينا پاکستاني چارواکو ورسره منلې چې تر ٢٠١٢ کاله به افغانان په زوره له دغه هيواده نه باسي.

دا لومړى ځل نه دى چې د افغانستان ولسي جرگه د کډوالو د ستونزو په اړه حکومتي چارواکي وربولي.

دوه کاله وړاندې هغه مهال چې ايران يو زيات شمېر افغان کډوال له خپلې خاورې وشړل، جرگې د بهرنيو چارو او کډوالو وزيران استيضاح کړل.

ددغې استيضاح په ترڅ کې د کابينې يو وزير هم له دندې گوښه کړاى شو، خو د بل هغه په اړه د حکومت او ولسي جرگې ترمنځ پراخې ناندرۍ راپورته شوې.

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت