BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 04:38 گرينويچ 2009 ,13 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
کابل: د ناټو پر اډه 'ځانمرګی بريد' وشو
 
کابل کې د نني ځانمرګي بريد عکس ګورئ
په بريد کې د دورو امريکايي او درېيو نورو افغان پوځيانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی .
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د بهرنيو ځواکونو پر کتار ځانمرگى بريد شوى .

بريد نن سهار مهال د ښار په ختيځه څنډه د کابل جلال آباد پر لاره د امريکايي ځواکونو فونېکس اډې ته نژدې وشوى .

د ناتو ځواکونو يوه پوځي چارواکي کيون بيل ويلي چاودنه د فونيک پوځي اډې ته څېرمه شوې .

د کابل امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مشر سيد زاده بي بي سي ته وويل په بريد کې څلور عام افغانان او د ايساف 'څلور' سرتېري ټپيان شوي دي .

نوموړی وايي بريد د يوه کرولا ډوله ګاډي په مټ شوی او د بهرنيو ځواکونو له يوه لنډکروزر سره جنګول شوی دی .

سيد زاده زياتوي که څه هم دوی ته د بهرنيو ځواکونو د تلفاتو په اړه دقيق معلومات نشته، خو په سيمه کې د هغوی يو ګاډي له منځه تللی دی .

بل خوا بي بي سي ته په کابل کې مېشتو ايساف ځواکونو د يوې خبرپاڼې په رالېږلو سره ويلي چې په بريد کې ټپي شوي افغانان د دوی ولسي قرارداديان ول او د دوی هېڅ کوم عسکر پکې نه دی وژل شوی .

ويناپاڼه زياتوي په چاودنه کې د ناټو د ايساف ځواکونو نهه سرتېري او لس افغان قرارداديان ټپيان شوي دي .

د ناټو په دې اډې کې زياتره امريکايي پوځيان مېشت ول، چې افغان ځواکونو ته پوځي روزنه ورکوي .

طالبانو د بريد مسؤوليت پرغاړه اخيستى او ادعا يې کړې چې په کې يې د بهرنيو ځواکونو څلور ټانگونه او گڼ شمېر سرتېري يې له منځه وړي دي .

د دغې ډلې يوه تن وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته وويل چاودنه د دوی د يوه ملګري لخوا شوې ده .

نوموړي په بريد کې د بهرنيو ځواکونو د څلورو ټاکنو د ويجاړولو او د کابو شلو بهرنيو عسکرو د وژل کېدو ادعا وکړه ، خو کومې رسمي سرچينې دا ادعا تراوسه نه ده تاييد کړې .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت