|
پېښور: د آی اس آی پر مرکز ځانمرګی بريد وشو
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان پېښور پوليس وايي نن سهار د پوځي استخباراتو دفتر مخې ته د موټر په وسيله ځانمرګی بريد شوی .
بل خوا د پېښور په جنوبي ولسوالۍ بنو کې هم ځانمرګي د پوليسو تهاڼه په نخښه کړې، چې درې پوليس پکې وژل شوي دي . چاودنه نن سهار شپږ نيمې بجې د پېښور پوځي استخباراتو په دروازه کې شوې ده . د پېښې په ځای کې د صوبه سرحد د اطلاعاتو وزير ميان افتخار حسين خبريالانو ته وويل په چاودنه کې نهه تنه وژل شوې او تر ٥٠ ډېر نور ټپيان شوي دي . نوموړي وويل پېښور کې ډېرې چاودنې ښايي جنوبي وزيرستان کې د طالبانو پرضد عملياتو غچ اخيستل وي . پوليس د استخباراتو ترڅنګ يوه امنيتي پوسته ده، پر ځانمرګي بريدکوونکي استخباراتي ادارې ته د ننوتو پرمهال د ودرېدو غږ او ډرې شوې، خو هغه له چاودېدونکو توکو خپل ډک ګاډی چوولی دی . رپوټونه وايي د پېښې زياتره قربانيان ولسي وګړي دي . په تېر کې هم په تېره مۍ مياشت کې لاهور کې د استخباراتو پر يوه مرکز ورته بريد شوی و، چې له امله يې ٢٤ کسه وژل شوي ول . چاودنې د استخباراتو آی اېس آی درې پوړيزه ودانۍ ته سخت زيان اړولی او ګڼ ګاډي يې هم له منځه وړي دي . ويل کېږي دا د پېښور تر ټولو خوندي ځای او د چاودنې ځای ته څېرمه د صوبه سرحد د اعلی وزير اميرحيدرخان هوتي او د سرحد ايالت د والي اويس احمدخان کورونه دي .
څو مياشتې وړاندې هم د پېښې ځای تره نژدې د پېښور پر ترټولو مشهور پنځه ستوريز هوټل ځانمرګی بريد شوی و، چې درنه مرګ ژوبله يې درلوده . د ويلو ده چې په تېره يوه اوونۍ کې پېښور کې دا څلورمه مرګونې چاودنه ده . بنو همداشان د پاکستان بنو ښار کې د پوليس پر مرکز هم ځانمرګی بريد شوی دی . يوه ځانمرګي بريدکوونکي د بکاخېل په سيمه کې د پوليسو يوې پوستې سره د چاودېدنکو توکو ډک ګاډی جنګولی چې د چارواکو په وينا پکې درې پوليس وژل شوي او تر شلو ډېر نور ټپيان دي . د بنو د پوليسو مشر حميدخان ويلي چاودنې د بکاخېل پوليسو تهاڼې ته سخت زيان هم اړولی دی . بنو د پاکستان قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان ته نژدې سيمه ده . په پاکستان کې د بمي بريدونو له امله سلگونه تنه وروسته له هغې چې پوځ يوه مياشت وړاندې په سويلي وزيرستان کې د طالبانو په وړاندې عمليات پيل کړل وژل شوي دي . پېښور د دغو بريدونو ځانگړى هدف گرځېدلى . |
ورسره تړلي نور خبرونه
پېښور کې چاودنې ٢٤ کسه ووژل11 نومبر, 2009 | خبرونه
پېښور کې ځانمرګی بريد شوی 09 نومبر, 2009 | نړۍ
پېښور کې ځانمرګي بريد ١٣ ووژل 08 نومبر, 2009 | خبرونه
پېښور کې چاودنې لسګونه کسان ووژل 28 اکتوبر, 2009 | خبرونه
په پېښور کې ځانمرگو بريدونو يوولس تنه ووژل16 اکتوبر, 2009 | خبرونه
پاکستان: د پېښور چاودنې ٤٨ تنه وژلي 10 اکتوبر, 2009 | نړۍ
پېښور کې ځانمرګی بريد شوی08 جولاى, 2009 | نړۍ
پېښورکې ځانمرګي بريد ١٨ وژلي ٥٠ ټپيان دي 10 جون, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||