|
نور پوځيان او ور سره دامريکا د سفير مخالفت
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې د امريکا سفير سپينې ماڼۍ ته په استولي ليک کې افغانستان ته د زرگونو نورو امريکايي عسکرو له لېږلو سره مخالفت څرگند
کړى دى.
د سفير کارل ايکنبيري په ډېپلماتيک ټلگرام کې چې جزييات يې مطبوعاتو ته راوتلي، د حامد کرزي په مشرۍ د افغان حکومت پر وړتيا او په هغه کې د فساد پر شتوالي شک ښودل شوى دى. دا ليک پر داسې يوه مهال رسېږي چې د اوباما اداره په افغانستان کې پر خپلو راتلونکو تگلارو په کلکو بحثونو بوخته ده. په دغو بحثونو کې پوځي قوماندانان په افغانستان کې د طالبانو د مخنيوي لپاره د خورا ډېرو پوځيانو د استولو غوښتنه کوي. په کابل کې د امريکا سفير سپينې ماڼۍ ته په استولي ليک کې افغانستان ته د زرگونو نورو امريکايي عسکرو له لېږلو سره مخالفت څرگند کړى دى. د سفير کارل ايکنبيري په ډېپلماتيک ټلگرام کې چې جزييات يې مطبوعاتو ته راوتلي، د حامد کرزي په مشرۍ د افغان حکومت پر وړتيا او په هغه کې د فساد پر شتوالي شک ښودل شوى دى. دا ليک پر داسې يوه مهال رسېږي چې د اوباما اداره په افغانستان کې پر خپلو راتلونکو تگلارو په کلکو بحثونو بوخته ده. په دغو بحثونو کې پوځي قوماندانان په افغانستان کې د طالبانو د مخنيوي لپاره د خورا ډېرو پوځيانو د استولو غوښتنه کوي. همدا اوس سپينې ماڼۍ ويلي چې ولسمشر اوباما له خپلو لوړو سلاکارانو سره د افغانستان د تګلارې د څېړنې په موخه کتلي دي. د سپينې ماڼۍ په وينا، د جگړې د راتلونکې په اړه پر څو وړانديزونو غور کېږي چې هر يو يې افغانستان ته د نورو امريکايي سرتېرو د استولو اټکل لري. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||