|
م.م. په جگړو کې "ولسي ژوند نشي خوندي کولى"
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ملگرو ملتونو جگپوړو کارکوونکو د جگړو پرمهال د ولسي وگړو په ساتنه کې د ماتې يادونه وکړه.
دوى د امنيت شورا په يوه آزاد بحث کې گډون کاوه چې په ترڅ کې يې د ولسي خونديتوب د ساتنې لپاره يو پرېکړه ليک په يوه خوله تصويب شو. ولسي تلفاتو اوس اوس په تېره بيا د افغانستان او غزې په پېښو کې خورا جنجالي بڼه غوره کړې ده. له نيويارک څخه د بي بي سي خبرياله باربارا پلېټ وايي چې کله ملگرو ملتونو دا موضوع لس کاله د مخه څېړله نو امنيت شورا په انگولا، سيراليون او کوسوو کې له ظلمونو او شړنو سره مخامخ وه. لس کاله وروسته د ٦٣ هېوادونو په استازۍ ويناوالو په هغه بحث کې گډون وکړ چې په وسله والو شخړو کې د ولسي خونديتوب لپاره د ملگرو ملتو ونډه ارزوي. هغوى د مهمو تگلارو او چوکاټونو جوړول ياد کړل، خو دغه راز يې په عمل کې د هغو په پلي کېدو کې د پرله پسې ماتو يادونه هم وکړه. د بشري حقونو په برخه کې د ملگرو ملتونو همغږي کوونکي جان هولمز د خبرو او عمل ترمنځ واټن ته گوته ونيوله او د ولسي وگړو د خونديتوب لپاره يې د نړيوالو سوله ساتو د وړتيا د ښه والي پر ارزښت ټينگار وکړ. د بشري حقونو مسوولې ناوي پيلاى بيا د تگلارو او عمل ترمنځ واټن مهم وباله. هغې وويل چې ددغه واټن ورکول، د نړيوال قانون پلي کېدو ته د کلکې ژمنې او له سزا څخه د تېښتې د نه زغم غوښتنه کوي: (( پر ټولو بايد هماغه يو ډول معيارونه پلي شي. )) هغې د انساني ژوندانه د ساتنې په برخه کې د ماتې څلور ځايونه د بېلگې په توگه ياد کړل: د فلسطين نيول شوې سيمې، د کانگو ډيموکراتيک جمهوريت په سوډان کې د دارفور سيمه او البته چې افغانستان. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||