|
هند ته د افغانستان د مڼو صادرول پيل شول
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د کرنې وزارت وايي چې د لومړي ځل لپاره يې د الوتکې په مټ هنډ ته مڼې واستولې .
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې يوه وينا پاڼه کې ويل شوي چې دا نړيوالو بازارونو ته هغو زرګونه ټنه نورو تازه مېوو د استولو د لړۍ پيل دی . مڼې د افغانستان له مهمو کرنيزو محصولاتو څخه دي خو د بهرنيو مارکيټونو د نشتوالي له امله دا مهال دافغانستان په کورنيو مارکيټونو کې په ډېره ارزانه بيه موندل کېږي . چارواکي وړاندوينه کوي چې بهر ته د مڼو له صادرلو سره به يې بيې ښې او کروندګرو ته به ګټه وکړي . تر دې وړاندې د خصوصي سکټور په مرسته د افغانستان يو شمېر تازه مېوې يوازې ځينو اسيايي بازارونو ته استول کېدې . دغه راز د خصوصي سکټور په مرسته سږ کال په لومړي ځل د اروپا او امريکا بازارونو ته د انارو صادرات هم پيل شوي دي . د افغانستان دسوداګريزو خونو چارواکي وايي چې دانارو د صادراتو له اړخه افغانستان تر دې مهاله شاوخوا څلور ميليونه عايدات تر لاسه کړي دي. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||