|
ستاسو غږ
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغان پوځ د ښوونې او روزنې بهير څنگه گړندى کيداى شي ؟
په افغانستان کې دښکېلو نړيوالو ځواکونو داړوندو هيوادونو مشران په پرله پسي توگه وروستيو کې په دې هيواد کې د امنيتي چارو پر افغاني کولو ټينگار کوي .د همدې اوونۍ په پيل کې د برتانيا لومړي وزير گوردون بروان وويل دافغان پوځ د ښوونې او روزنې د بهير په گړندي کولو سره بايد کرار کرار په افغانستان کې دامنيتي چارو مسووليت افغان پوځ او نورو افغان امنيتي سټو ته وليږدول شي . اټکل کيږي چې له نوي زرو د راتلونکي کال په همدې وخت کې افغان پوځ يوسلو ديرش زرو نه لوړ شي . نړيواله ټولنه وايي دې موخې ته درسيدو لپاره به پيسې او امکانات دوى برابروي ، خو دا د افغان حکومت دنده ده چې پوځ ته جلب او جذب وکړي . تاسو په دې اړه څه فکر کوي ؟ _ پوځ ليکو ته د جلب او جذب اود ښوونې اروزنې اوسنى بهير اغيز من دى ؟ _ څنگه کيداى شي چې د ښوونې او روزنې ترڅنگ پوځ کې عسکري دسپلين او د هيواد پالنې روحيه ټينگه شي ؟ _ څومره شونې ده چې راتلونکو څو کلونو کې افغان پوځ په خپلو پښو ودريږي او ددې جوگه شي چې په مسقلانه ډول امنيتي چارې ترسره کړي ؟ که په دې اړه کوم نظر او يا کومه پوښتنه لري د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شميره راته تيلفون وکړي په دې پته برښنا ليک هم استولى شئ |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||