BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:28 گرينويچ 2009 ,11 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
ايکنبيري: امريکايان به ١٦٪ افغاني توکي اخلي
 

 
 
کارل ايکنبيري
ښاغلي بيري د امريکايانو له خوا د څه باندې شپاړس فيصدو افغاني توليداتو د رانيولو ژمنه وکړه ،خو دا شرط يې ورسره وتاړه چې دغه توکي معياري په کار دي .
د امريکا متحده ايالات وايي چې تر دې وروسته به له افغاني شرکتونو سره د متحدو ايالتونو د تړونونو کچه يو په دوه شي .

تېر کال متحدو ايالتونو له افغاني شرکتونو سره د يو ميليارډالرو په ارزښت تړونونه لاسليک کړي وو او اټکلونه دادي چې سږ کال به دا کچه دوو ميلياردو ډالرو ته پورته شي چې ورسره به د امريکايانو له خوا د افغاني توليداتو د رانيولو کچه هم څه دپاسه شپاړس فيصده شي .

په کابل کې د امريکې سفير کار ايکنبيري د افغانستان د سوداگريزو خونو په ودانۍ کې يو شمير افغان سوداگرو ته وويل چې تر دې وروسته به افغانستان ميشتي امريکايي پوځيان او ملکيان خپل څه دپاسه شپاړس په سلو کې اړين توکي له افغاني توليداتو څخه غوره کوي .

همدا راز نوموړي وويل چې له افغاني شرکتونو سره به د تړونونو کچه هم له يو ميليارد ډالرو څخه دوه ميلياردو ډالرو ته پورته شي :

قربان حقجو
د افغانستان د سوداگريزو خونو مشر قربان حقجو خبريالانو ته وويل چې د افغانستان ميوې،ترکارۍ اوبه او نور توکي لوړ معيار لري او بهرنيان يې په اړه پخواني تشويشونه نه لري .

(( امريکايي ځواکونو هم د افغاني توکيو د رانيولو اود خپلو خدمتونو کچه ډيره کړې ده، يوازې تيرکال امريکايي ځواکونو د يو ميليارد نه د ډيرو ډالرو تړونونه له افغاني شرکتونو سره کړي وو چې په دې ترڅ کې مو څه دپاسه اته په سلو کې افغانې توليدات پيرلي دي ، موږ سږ کال خپل فعاليتونه نور هم پسې پراخه کوو ټاکل شوې ده چې سږ کال د تړونونو کچه دوو ميلياردو ته ورسيږي .))

ښاغلي بيري د امريکايانو له خوا د څه باندې شپاړس فيصدو افغاني توليداتو د رانيولو ژمنه وکړه ،خو دا شرط يې ورسره وتاړه چې دغه توکي معياري په کار دي .

خو د افغانستان د سوداگريزو خونو مشر قربان حقجو خبريالانو ته وويل چې د افغانستان ميوې، ترکارۍ اوبه او نور توکي لوړ معيار لري او بهرنيان يې په اړه پخواني تشويشونه نه لري .

د افغاني توليداتو اخستنه د متحدو ايالتونو د هغې تگلارې يوه برخه بلل کيږي چې -افغان لومړى- بلل کيږي .

د امريکې د سفارت چارواکي وايي چې ددغې پريکړې موخه د افغانانو هوساينه او هڅونه ده .

د ديادې شوې تگلارې په منځپانگه کې راغلي دي چې د افغاني توليداتو رانيول، او له افغاني شرکتونو سره تړونونه کول به د افغانستان لږ عمرى اقتصاد په خپلو پښو ودروي، او يو له سيالۍ نه ډک نوى سوداگريز سکتور به رامنځ ته کړي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت