|
برتانيا د شينوک الوتکو د ډېرولو پرچارې غور کوي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د برتانيا لومړي وزير ګورډن براون ويلي ځواکونه يې پلان لري چې تر راتلونکي اوړي پورې د هلمند له دوو سيمو ووزي او واک يې افغان
چارواکو ته وسپاري .
ده وويل دی غواړي چې دا سيمې د افغان چارواکو تر سياسي او پوځي کنټرول لاندې وي . نوموړي زياته کړه چې په دې اړه له ولسمشر اوباما سره غږېدلی او د نورو سيمو لپاره هم ورته پلان لري . نوموړي وويل چې د القاعدې د مشرتابه لويه برخه له منځه وړل شوې ده : ((د القاعده نيمه جګپوړې مشرتابه په وروستيو مياشتو کې له منځه تللې ده، په همدې وخت د پاکستان پوځ وزيرستان کې دی، چې هلته ستر فعاليتونه وکړي، دا غوره هلې ځلې بلل کېدی شي او د القاعدې پر وړاندې به بشپړه مبارزه وي . )) بل خوا داسې رپوټونه هم شته چې برتانيا افغانستان کې د شينوک ترانسپورتي الوتکو د ډېرولو پرچارې غور کوي .
کېدای شي په يوې مياشت کې د بوديجې په اړه له راپور وړاندې په دې هکله پرېکړه وشي . دا ډول الوتکې په نارامه سويلي ولايت هلمند کې د عملياتو لپاره ډېرې مهمې بلل کېږي . په روان کال کې د افغانستان په جنوب کې دا ډول دوې الوتکې له منځه تللې دي . اټکل کېږي چې د برتانيا د ماليې وزارت به د دغو الوتکو د رانيولو لپاره پيسې منظورې کړي . د برتانيا حکومت د شينوک الوتکو د شمېر په اړه تر فشار لاندې دی . دا مساله له سياسي پلوه د برتانيا لومړي وزير ګورډن براون ته ډېره حساسه ګرځېدلې ده . شينوک الوتکې د درانه بار د وړلو لپاره اړينې بلل کېږي . که څه هم لومړي وزير وړاندې ټينګار کړی، چې د روانو عملياتو لپاره برتانوي پوځيان کافي هيليکوپټرې لري، خو د دفاع وزير باب ايزن ورته خبره سپينه کړې ده چې افغانستان کې برتانوي ځواکونو ته د هيليکوپټرو لپاره څه چې کولی شي، ترسره کوي يې .
اوس دفاع وزارت د خپلې راتلونکې تګلارې په اړه غور کوي، که څه هم تراوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو داسې ګڼل کېږي په دې لړ کې پلان دا دی چې کېدای شي ملاتړ هم ترلاسه کړي، راتلوکو پنځو تر ترلسو کلونو پورې د بوينګ کمپنۍ څخه شل نورې شينوک الوتکې واخيستل شي . داسې رپوټونه هم شته چې ډېر ژر به هلمند ته ميرلين هيليکوپټرې هم لېږل کېږي . دا الوتکې وړاندې په عراق کې کارول شوې دي . تېره ورځ يوې لوېديزې ورځپاڼې ټايمز د يوه داسې پلان په اړه خبر ورکړی چې پر مټ به يې د برتانيا هېواد لس زره اضافي افغان ځواکونه روزي او په سويلي ولايت هلمند کې به د امنيت د ټينګښت چاره ورسپاري . د سرچينې په حواله د دغو ځواکونو له ځای پر ځای کېدو وروسته به برتانوي ځواکونه له هلمنده وځي، خو افغان امنيتي چارواکي وايي چې په دې اړه تر اوسه دوی ته څه نه دي ويل شوي . په همدې حال کې د هلمند چارواکي وايي تر هغې چې افغان ځواکونه په ځان ويسا کيږي، په هلمند کې د بهرنيو ځواکونو موجوديت اړين دی . د هلمند د والي مرستيال عبدالستار ميرزکوال په هلمند کې د نوو ١٠٠٠٠ افغان ځواکونو د ځای پر ځای کولو پلان يوازې د يوې تيوري تر بريده بولي او وايي چې يوازې د سرتېرو د شمېرې ډېرول کافي نه دي، بلکې د هغوی سمبالول هم مهمه خبره ده . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||