BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 04:41 گرينويچ 2009 ,11 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
پېښور کې چاودنې ٢٤ کسه ووژل
 
د چارسدې د چاودنې عکس ګورئ
دا پېښور کې په تېرو درو ورځو کې درېيمه مرګونې چاودنه ده .
پاکستاني پوليس وايي د پېښور چارسدې ښار د ګڼې ګوڼې په يوه بازار کې له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی وچوول شو او سخته مرګ ژوبله يې واړوله .

ځايي پوليسو ويلي چاودنه د سې شنبې په ورځ مازديګر شاوخوا څلور بجې د چارسدې فاروق اعظم څلورلارې کې د خلکو په ګڼې ګوڼې کې وشوه .

د چارسدې د روغتون مشر ډاکټر نواز بي بي سي ته وويل چې تر اوسه روغتون ته يويشت مړي وروړل شوي دي او تر پنځوسو ډېر نور ټپيان تر درملنې لاندې دي .

نوموړی وايي چې په ټپيانو او وژل شويو کې ښځې هم دي .

که څه هم د وژل شوي او ټپيانو په اړه بېلابېل رپوټونه ورکړل شوي، خو د صوبه سرحد د اطلاعاتو وزير ميان افتخار حسين هم په چاودنه کې تر ٢٠ د ډېرو کسانو د وژل کېدو خبره تاييد کړې .

د چارسدې د پوليسو مشر زين خان ويلي چاودنه د يوه ګاډي له امله رامنځ ته شوې، چې پکې تر تر ٤٠ کيلوګرامه پورې چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي ول او د ګڼې ګوڼې په يوه سيمه کې وچوول شو .

د چاودنې پړه تر اوسه چا پرغاړه نه ده اخيستې .

دا پېښور کې په تېرو درو ورځو کې درېيمه مرګونې چاودنه ده .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت