BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:14 گرينويچ 2009 ,11 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
چاروکي : ٤ کاله وروسته پرځان بسيا کېدای شو
 

 
 
افغان ځواکونه
دا مهال په ټول افغانستان کې نژدې دوه سوه زره افغان امنيتي ځواکونه او نژدې سل زره بهرني ځواکونه د امنيت په خوندي کولو بوخت دي .
د افغانستان د دفاع وزارت وايي که نړيواله ټولنه ورسره کړې ژمنې پلې کړي افغان ځواکونه کولى شي تر راتلونکو څلورو کلونو پورې د ټول هېواد د امنيت چارې په خپله غاړه واخلي .

دوى وايي ددغه مسووليت اخيستو لپاره په وسلو او روزنه سمبال څه د پاسه ٢٠٠ زره سرتېرو او ٤٠٠ زره امنيتي ځواکونو ته اړتيا ده چې په وينا يې نړيوالې ټولنې يې پخوا د جوړېدو ژمنه کړې ده .

دفاع وزارت دغه څرگندونې په داسې مهال کوي چې د راپورونو له مخې برتانوي ځواکونه غواړي د هلمند ولايت له ځينو ولسواليو نه خپل سرتېري وباسي .

افغانستان د دفاع وزارت وايې که نړيواله ټولنه د افغان امنيتي ځواکونو په پياوړي کولو او روزلو کې ورسره کړې ژمني عملي کړي، افغان امنيتي ځواکونه چمتو دي چې په راتلونکو څلورو کلونو کې د ټول هېواد امنيت چارې پخپله غاړه واخلي .

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي يوازې نړيوالې مرستې او اقليمي شرايط کولى شي دغه ټاکلې موده لنډه او يا هم وغځوي :

افغان ځواکونه
د افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ زياتېدل او په هېواد کې بيارغونه د افغان ځواکونو له لوري د دغه مسووليت اخيستو لپاره مهم شرطونه وبلل .

'' هغو موافقو ته په کتو چې له نړيوالې ټولنې سره د ملي اردو او د امنيتي ځواکونو د شمېر په اړه شوى يانې ملي اردو ٢٤٠زره ته ورسيږي او افغان امنيتي ځواکونه څلورسوه زرو ته ورسيږي، د دغو ځواکونو د تجهيز، روزنې او د هوايي ځواک سمبالولو په اړه موافقو ته په کتو شوي موږ کولى شو تر راتلونکو دوو کلونو پورې له بهرنيو ځواکونو نه د سيمو د مسووليت اخيستو چارې پيل کړو او له بهرنيو ځواکونو نه بشپړ مسووليت اخيستو لپاره نورو دوو کلونو ته اړتيا ده .''

د افغانستان د د فاع وزارت دا څرگندونې په داسې مهال کوي چې د برتانيا حکومت غواړي د هلمند له ځينو سيمو نه خپل ځواکونه په شا کړي .

که څه هم تر اوسه پورې برتانوي ځواکونو له دغو سيمو نه د خپلو سرتېرو د وتو لپاره مهال وېش نه دى ټاکلى او نه يې هم په څرگنده د وتو علت مالوم دى .

په افغانستان کې د مېشتو سوله ساتو ځواکونو ايساف ځواکونو وياند اېرېک ټرېمبلې د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي څرگندونې تاييد کړې .

همغږي او ښۀ حکومتداري

خو د افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ زياتېدل او په هېواد کې بيارغونه د افغان ځواکونو له لوري د دغه مسووليت اخيستو لپاره مهم شرطونه وبلل :

'' د افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ زياتېدل، د دوى بيا منظمېدل، ښه حکومتداري او پرمختگ دا ټول هغه لاملونه دي چې که يو ځاى پر مخ ولاړ شي افغان ځواکونه به وکولی شي له بهرنيو ځواکونو نه د امنيت چارې پخپله غاړه واخلي .''

دا مهال په ټول افغانستان کې نژدې دوه سوه زره افغان امنيتي ځواکونه او نژدې سل زره بهرني ځواکونه د امنيت په خوندي کولو بوخت دي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت