|
جاپان له افغانستان سره ٥ ميليارده ډالره مرسته کوي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
جاپان ويلي له افغانستان سره به پنځو راتلونکو کلونو کې پنځه ميليارده ډالره نوې مرسته وکړي .
دغه هېواد په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د ملاتړ لپاره خپله سمندري همکاري پاي ته رسوي، خو وايي چې په بدل کې يې پيسې زياتوي . جاپان وړاندې ويلي وو چې له افغانستان سره به پوځي مرسته او افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د سونګ توکو له برابرولو لاس واخلي او پرځای به يې د بيارغاونې چار ګړندۍ کړي . د جاپان نوی حکومت، چې په تېر سپتمبر مياشت کې واک ته ورسېد، ويلي دوی به هڅه وکړي چې په خپله راتلونکې مرسته تر ډېره له عامو افغانانو سره مرسته وکړي او د دوی د ژوند کچه لوړه کړي . ويل کېږي ژمنه شوې پيسې به د کاوربار رامنځ ته کولو، له بزګرانو سره په مرستې او له هغو طالبانو سره په مرسته کولو ولګول شي، چې له جګړې لاس اخلي او خپل عادي ژوند ته راګرځي .
همدارنګه د دې مرستې موخه د افغانستان د کرنې د برخې پراختيا او د بېخ بناوو پرمختګ هم ښودل شوې دی . په کابل کې د جاپان مرستيال سفير شي ميزوفيو ميو وايي چې دغه مرسته کيدونکې پيسې به تر ډيره په افغانستان کې د بنسټيزو چارو پرمختگ وي : (( د جاپان د نوې تگلارې له مخې به موږ دغه پيسې په دريو برخو لگوو ، چې يو يې د افغانستان د امنيتي ځواکونو پياوړي کول دي چې ډاډ من امنيت خوندي کړي ، په دوهم گام کې به په جگړه کې له ښکيلو کسانو سره مرسته کوو او هغوى ته به د کار زمينې برابروو ، دريمه برخه يې هغه ده چې د افغانستان د امنيت روغتيا ، کرنه اود ښوونې او روزنې برخې دي . )) ښاغلى ميزو فيوميو وويل چې دغه مرسته به تر ډيره د افغان دولت ، نړيوالو مرستندويه ټولنو او د جاپان د جايکا ادارې له خوا ترسره کيږي ، خو په وينا يې چې ټول حساب کتاب به په کې په راڼه ډول وي : (( سره له دې چې تر اوسه پورې يوره روښانه نه ده ، خو د نوې تگلارې په اړه زه ويلاى شم چې دغه پيې به د افغان دولت د ځينو پروژو په مټ او يا هم د نړيوالو مرستندويه ټولنو له لارې به دغه مرستې وکړو ، خو ده بايد ووايم چې زموږه ډيرې مرستې د جايکا له لارې کيږي او ده بايد ووايم چې د موږ ټولې مرستې به ارزول کيږي او ټول حساب کتاب به په کې روڼ وي ، د موږ موخه دا ده چې د افغانستان خلک هوسا ژوند ولري ، امتنيت ټينگ شي او د بيا رغاونې چټکې شي . )) د جاپان لومړي وزير يوکيو هوتاياما تمه ښودلې چې له افغانستان سره د مرستې خبره به له ولسمشر بارک اوباما سره هم شريکه کړي . ټاکل شوې ده چې ښاغلی اوباما به د راتلونکې جمعې په ورځ توکيو ته ولاړ شي . د هغه ديموکرات ګوند د امريکا له متحده ايالتونو سره د اړيکو د لانورو ښه کېدو غوښتونکی دی . څو ورځې وړاندې جاپانيانو د دغه هېواد په سويلې ټاپو اوکيناوا کې د امريکايي پوځي هوايي اډې پرضد لاريونونه وکړل او د سملاسي بندولو غوښتنه يې وکړه . په دغه اډه کې شاوخوا پنځوس زره امريکايي پوځيان مېشت دي د جاپان لومړي وزير يوکيو هوتاياما تمه ښودلې چې له افغانستان سره د مرستې خبره به له ولسمشر بارک اوباما سره هم شريکه کړي . ټاکل شوې ده چې ښاغلی اوباما به د راتلونکې جمعې په ورځ توکيو ته ولاړ شي . ښاغلی هوتاياما په تېر سپتمبر مياشت کې واک ته ورسېد . د هغه ديموکرات ګوند د امريکا له متحده ايالتونو سره د اړيکو د لانورو ښه کېدو غوښتونکی دی . څو ورځې وړاندې جاپانيانو د دغه هېواد په سويلې ټاپو اوکيناوا کې د امريکايي پوځي هوايي اډې پرضد لاريونونه وکړل او د سملاسي بندولو غوښتنه يې وکړه . دغه ټاپو له پلازمېنې توکيو نه شاوخوا ١٦٠٠ کيلومتره ليرې پروت دی، چې د دويمې نړيوالې جګړې پرمهال د جاپان د امپراتورۍ او ټلوالې ترمنځ پکې سخته خونړۍ جګړه هم شوې وه . په دغه اډه کې شاوخوا پنځوس زره امريکايي پوځيان مېشت دي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
جاپان د امريکايي اډې پرضد لاريون وکړ08 نومبر, 2009 | نړۍ
جاپان د افغانستان ماموريت نور نه غځوي13 اکتوبر, 2009 | خبرونه
د جاپان د بهرنيوچارو وزير کابل ته تللی11 اکتوبر, 2009 | خبرونه
جاپان: ديموکرات ګوند پر ليبرال ګوند بريا اعلان کړه31 اگست, 2009 | نړۍ
جاپان له افغانستان سره نوې مرستې کوي05 فبروري, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||