BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:32 گرينويچ 2009 ,10 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
احمدزی: کابينه کې د کار کولو شرطونه لرم
 

 
 
اشرف غني احمدزی
اشرف غني احمدزى غواړي په راتلونکو پنځو کلونوکې دافغانستان په جنجالمن سياسي ډگر کې خپل فعاليتونه زيات کړي .
د افغانستان د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو يوه کانديد اشرف غني احمدزي پر ولسمشر کرزي غږ وکړ چې هېواد دده په خبره د شک او اميد له اوسني حالت ژر وباسي .

ښاغلي غني په متحدو ايالتونو کې د ولسمشر اوباما د حکومت تگلارې ته په کتو سره خوشبيني وښوده چې ټول پام يې پر افغانستان را ټول دى او هيله يې وکړه چې افغان چارواکي به دده په خبره له دغه طلايي چانسه ښه گټه پورته کړي .

له بي بي سي سره په يوې ځانگړې مرکې کې اشرف غني احمدزي وويل چې که په کابينې کې د کار کولو وړانديز ورته وشي نو خپل شرطونه لري .

اشرف غني احمدزى وايي د ملي گټو لپاره د حامد کرزي د ټاکل کېدو ملاتړ کوي او پر ټولو ښکېلو غاړو يې غږ وکړ چې يوه او بل ته لاسونه ورکړي او هېواد د ده په خبره له دغه اوسني حالته چې دده په باور د شک او اميد ترمنځ ولاړ دى وباسي .

ښاغلي احمد زي وويل د يوه افغان په توگه يې چې هرڅه په واک کې وي له اوسني حالته د افغانستان د را ويستلو لپاره به يې تر سره کړي خود حامد کرزي په نوي کابينې کې د کار کولو د احتمالي وړانديز او منلو په ځواب کې يې د خپلو شرطونو د لرلو پادونه وکړه .

د سياسي فعاليتونو ډېرول

حامد کرزی
حامد کرزي تېره ورځ ژمنه کړې وه، چې له خپلې کابينې نه به په فساد کې ښکېل جګپوړي چارواکي ليرې کړي .

اشرف غني احمدزى غواړي په راتلونکو پنځو کلونوکې دافغانستان په جنجالمن سياسي ډگر کې خپل فعاليتونه زيات کړي .

نوموړي په ډاگه کړه چې د يوه سياسي جريان په جوړلو او راتلونکي ملي شورا ته د خپلو کسانو د وړاندې کولو لپاره به پراخ کار پيل کړي .

دارنگه ده ٥ کاله وروسته بيا ولسمشرۍ ته د ځان نومول هم رد نه کړل .

وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي جرګې د دغليو له تورونو سره سره د افغانستان د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې وستايلې .

امريکا او المان افغانستان کې د ولسمشر کرزي په مشرۍ له نوې ادارې غوښتي چې پراخ اصلاحات راولي او د فساد ريښې وباسي .

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن برلين کې له خپل الماني سيال سره يوه ګډ خبري کنفرانس ته وويل د اوباما اداره به نوي افغان حکومت ته يو لړ غوښتنې وړاندې کړي چې پلې يې کړي .

د ملګرو ملتونو عمومي جرګه
د نړيوالې ټولنې استازو پر راتلونکي افغان حکومت غږ وکړ چې له نړيوالې ټولنې سره خبرو ته کښېني او خپل مخکېنی تړون ورسره له سره نوی کړي .

د المان د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويسټرويلي پخپلو خبرو کې وويل دوی غواړي چې د ولسمشر کرزي اداره پر يوې معيارې هغې بدله شي .

ده زياته کړه چې افغانستان کې به ښه بدلونونه او پرمختياوې رامنځته کېږي او ته کېږي چې د دوې هدفونو رسېدو لپاره به افغان حکومت خپل رول ولوبوي .

له دې څرګندونو لږ وروسته نيويارک کې د ملګرو ملتونو عمومي جرګه راغونډه وه .

جرګې وويل که څه هم په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې ټګۍ او برګۍ وې، خو په ټوليزه توګه ټاکنې سمې او رڼې وې .

د نړيوالې ټولنې استازو پر راتلونکي افغان حکومت غږ وکړ چې له نړيوالې ټولنې سره خبرو ته کښېني او خپل مخکېنی تړون ورسره له سره نوی کړي .

هغوی د ټاکنو هرکلی وکړ او دا راز يې افغانستان کې د قانون د واکمنۍ پر پياوړتيا او د فساد پر مخنيوي ټينګار وکړ .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
اشرف غني احمدزی
14 جولاى, 2009 | افغانستان
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت