|
مجددي: نړيوال ځواکونه ترهګري ورکول نه غواړي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د مشرانو جرګې مشر صبغت الله مجددي ويلي چې په دغه هېواد کې ښکېل نړيوال ځواکونه په لوی لاس نه غواړي له هېواده ترهګري
ورکه شي .
دی وايي بهرنيان غواړي په دې ډول په افغانستان کې د خپلو پاتې کېدو لپاره لاره هواره کړي . د ستراتيژيکو څېړنو مرکز دا لومړی ځل دی چې د افغانستان يو لوړ پوړی دولتی چارواکی پر نړيوالو ځواکونو تور پوري کوي چې نه غواړي افغانستان له ترهګرۍ څخه خلاص شي. د افغانستان د مشرانو جرګې مشر حضرت صبغت الله مجددي چې د سناتورانو او وکيلانو په يوه غونډه کې يې خبرې کولې وويل ده په کراتو مراتو نړيوالو ځواکونو ته د ترويزم د عواملو او څرنګوالي په اړه خبرې کړې خو هغوی تر دې مهاله کوم ګام نه دی اخيستی : (( ما څو څو ځله د افغانستان دوستانو، نړيوالو ځواکونو او هغو کسانو ته چې غواړي نن د ترهګرۍ پر وړاندې وجنګېږي ويلي دي خو دوی تر نن ورځې پورې عملي ګامونه نه دي اخيستي . يا خو دوی نه غواړي چې له افغانستان څخه دترهګرۍ ټغر ټول شي اوپه افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدلو لپاره يوه پلمه جوړوي . او کومه بله خبره ده چې دوی نور داسې پلانونه لري چې موږ پرې نه پوهېږو.))
ښاغلي مجددي زياته کړه چې افغان حکومت هم، د ترهګرو پر وړاندې نرم چلند لري نو ځکه په هېواد کې د جرمونو کچه لوړه ده . د ولسي جرګې مشر يونس قانوني بيا د افغانستان د روان کړکېچ د ختمولو لپاره پر پوهنيزو او اکاديميکو لارو چارو باندې ټينګار کوي . هغه هم يادې شوې غونډې ته د وينا پر مهال حکومت ته وړانديز وکړ چې د ستونزې د هواري د لارو چارو د موندلو لپاره يو څېړنيز مرکز جوړ کړي : زه وړانديز کوم چې راتلونکی افغان حکومت د ستراتيژيکو څېړنو يوه اداره جوړه کړي، دغه اداره به نه يوازې د افغانستان دارو په چوکاټ کې بلکې له تجربه لرونکو او اکاډيميکو شخصيتونو څخه دې جوړ شي چې د افغانستان پر بحران باندې په اکاډيميک ډول بحث وکړي او د افغانستان لپاره داسې طرحې جوړې کړي چې موږ له دغو تجربو څخه په ګټنې سره پرمخ ولاړ شو. )) ده وويل چې د افغانستان د ستونزې په هواري کې بايد د هغو هېوادونو له تجربو څخه هم ګټه واخيستل شي چې له ورته ستونزو سره مخامخ و اوس ترې را وتلي دي . دا مهال داسې انګېرل کېږي چې د راتلونکي افغان حکومت پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه د طالبانو او نورو مخالفينو له لوري د جګړې اوږدول او د نااراميو زياتولی دی . همدغه ټکي ته په پام سره ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ په استانبول کې د افغانستان د شخړې د هواري لپاره د اسلامي هېوادونو مرسته وغوښته . |
ورسره تړلي نور خبرونه
سټيرپ : القاعده پاکستان کې ده08 نومبر, 2009 | خبرونه
ولسي جرګه: د بهرنيو ځواکونو شتون قانوني کړئ11 مۍ, 2009 | خبرونه
ولسي جرګه : د بهرنيو ځواکونو شتون قانوني کړئ06 مۍ, 2009 | خبرونه
ايران: په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو شتون اندېښمن کړي يو10 فبروري, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||