BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 09:34 گرينويچ 2009 ,10 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
افغان کريکټ لوبډله اسيايي لوبو کې لوبېږي
 

 
 
افغان کريکټ لوبغاړي
ټاکل شوې ده چې دغه شل اوريزې سيالۍ د نومبر له دوه ويشتمې نيټې څخه تر ديرشمې نيټې پورې دوام پيدا کړي .
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله،د اسيا ددويم پوړ لوبډلو په شل اوريزو لوبو کې ونډه واخلي .

دغه لوبې به د روانې ميلادي مياشتې پر دوه ويشتمه په متحدو عربي اماراتو کې پيل شي .

ددغو لوبو لپاره د افغانستان د څوارلس کسيزې لوبډلې اعلان شوې دى- چې دوه ورځې وروسته به د تمرينونو لپاره هند ته وليږدي .

د افغانستان د کريکټ بورډ چارواکي وايي که تيرې سيالۍ په پام کې وي نو افغانستان د گټې ډير چانس لري .

که افغانستان د دغو لوبو پاى لوبې ته لاره پيدا کړي نو په راتلونکي کال کې به هغو اسيايي لوبو ته لاره پيدا کړي چې په چين کې تر سره کيدونکي دي .

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې چارواکي هيله من دي ،او وايي چې په متحدو عربي اماراتو کې د اسيا د دويم پوړ د لوبډلو تر منځ د کيدونکو سياليو گټونکي به همدوى اوسي، ځکه چې په تېر کې يې گڼې لوبې گټلي او نړيوالو يو ورځنيو سياليو ته يې لاره پرانستې ده .

 زه فکر کوم چې د افغانستان لپاره خو مخکې هم د کريکټ لوبډلې ډير برياليتوبونه گټلي وو،دا ځل به بيا هم د لوبو گټل يو ستر برياليتوب وي، دا برياليتوب به د ټول ملت لپاره،د نوي حکومت لپاره او د افغانستان د ځوانانو لپاره يوه لويه خوښي وي .
 
الله داد نوري

ټاکل شوې ده چې دغه شل اوريزې سيالۍ د نومبر له دوه ويشتمې نيټې څخه تر ديرشمې نيټې پورې دوام پيدا کړي .

د افغانستان د کريکيټ بورډ مرستيال الله داد نوري وايي چې دوه ورځې وروسته به د افغانستان ملي لوبډله هند ته وليږدي،چې د عربي اماراتو سياليو ته تياري وکړي :

(( د افغانستان لوبډله به د نومبر پر دوه ويشتمه نيټه اسيايي لوبو ته ځي،دغه جام د ايشيا کپ په نامه ياديږي، او ددې لپاره موږ اړين لوبغاړي تيار کړي دي، او د هغوى روزنيز کمپ موږ په هندوستان کې نيولى دى،چې په د نومبر پر ١٣ نيټه به هلته ځي او پر شلمه نيټه به له هغه ځايه دوبۍ ته ځي،د افغانستان د لوبډلې روزونکى کبيرخان هم له لوبغاړو سره دى. ))

پوښتنه داده که افغان لوبډله دغه سيالۍ وگټي څه به تر لاسه کړي ښاغلى نوري وايي چې دا به يوازې د يوه جام گټل نه وي ، بلکې پاى لوبې ته رسيدلې لوبډلې به نورو اسيايي لوبو ته هم لاره پرانيزي .

(( زه فکر کوم چې د افغانستان لپاره خو مخکې هم د کريکيټ لوبډلې ډير برياليتوبونه گټلي وو،دا ځل به بيا هم د لوبو گټل يو ستر برياليتوب وي،دا برياليتوب به د ټول ملت لپاره،د نوي حکومت لپاره او د افغانستان د ځوانانو لپاره يوه لويه خوښي وي، او څوک چې په دغو سياليو کې پاى لوبې ته وځي هغوى به په (سيف گيم) لوبو کې او هغو اسيايي لوبو کې د گډون حق پيدا کړي چې د پاکستان،هندوستان سريلانکا او نور و لوبغاړي په کې لوبيږي .))

د افغانستان د کريکټ بورډ مرستيال وويل چې افغانستان،امارات،سنگاپور،هانگ کانگ، سعودي عربستان او چين به په الف ډله کې او عمان،کويټ،قطر،نيپال،ماليزيا او بحرين په ب ډله کې ولوبيږي.

د هغه خبر پاڼې له مخه چې د کريکيټ اسيايي شورا رسنيو ته ليږلې ده،افغانستان د روانې ميلادي مياشتې پر ٢٢ له چين سره مخاميدونکى دى،په دويمه لوبه کې له سنگاپور سره ډگر ته وزي .

په دريمه لوبه کې به د هانگانگ پر وړاندې خپل بخت و ازمايي او وروسته به له سعودي عربستان او اماراتو سره هم لوبې تر سره کړي .

ټاکل شوې ده چې پاى لوبه د نومبر پر ٣٠ تر سره شي .

دوه کاله مخکې چې په کويټ ښار کې ورته شل اوريزې سيالۍ شوې وې، افغانستان ترې اتل راوتلى و .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت