BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:35 گرينويچ 2009 ,09 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
جنرال کيسي افغانستان ته نور پوځيان لېږل غواړي
 
امريکايي پوځيان افغانستان کې
دا مهال امريکا افغانستان کې تر شپيتو زرو ډېر پوځيان لري .
د امريکا د پوځ مشر جنرال جورج کيسي وايي افغانستان کې نورو پوځيانو ته اړتيا ده .

نوموړي چې يوه امريکايي تلوېزيون ته غږېده، وويل چې دغه سربری پوځيان به د طالبانو د پرمختګونو مخه ونيسي ترهغه چې افغان ځواکونه روزل کېږي .

ولسمشر اوباما افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د مشر جنرال سټېنلي مکرېسټل پر هغه وړانديز چې څلوېښت زره نور پوځيان دې ورواستول شي، لګيا دی او غور پرې کوي . .

خو د ولسمشربارک اوباما د ملي امنيت سلاکار جېمزجونز په برلين کې وويل داسې هېڅ ضمانت نشته چې که امريکا نورځواکونه افغانستان ته واستوي نوهلته به د ناټو ستونزې حل کړي .

ښاغلي جونز په يوه مرکه کې چې د شنبې په ورځ د جرمني شپيګل مجلې خپره کړه، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا دی افغانستان ته د څلوېښت زره نورو سرتېرو د لېږلو په اړه د جنرال سټېنلي مکرېسټل له غوښتنې سره موافق دی ، وويل : ((جنرالان تل د زياتو عسکرو غوښتنه کوي .

جېمز جونز
جېمز جونز وايي اوس ترهګرې ډلې د افغانستان په ګاونډي پاکستان کې فعاليتونه تېز کړي دي.

زه بارو لرم چې موږ ستونزې يوازې په ځواکونو نه شو اوارولی . بې له شکه حداقل شمېرهم مهم دي .خوپه دې کې هم شک نشته چې هلته د ځواکونوشمېر حد اعظم ته هم نه دی رسېدلی .بيا بيا به افغانستان ته عسکر لېږو او حتی کېدای شي دوه لکه عسکر ولېږو او افغانستان به يې د پخوا په شان هضموي .))

جېمزجونز وويل تروريستي شبکې اوس د افغانستان په ګاونډي هېواد پاکستان کې د ودې په حال کې دي .

د برتانيا د وسله والو ځواکونو مشر سير جوک سټيرپ هم تېره ورځ بي بي سي ته وويل چې دا مهال القاعده په افغانستان کې فعاليت نه لري .

سير جوک سټيرپ
سير جوک سټيرپ وويل چې پاکستان او افغانستان دواړو کې بايد پر القاعدې دباو زيات کړی شي .

دغه برتانوي چارواکي زياته کړې چې القاعده د پاکستان په يوه وړوکې سرحدي سيمې کې يوڅه خوځښت لري .

سير جوک د وژل شويو برتانوي پوځيانو د ياد لمانځنې په ورځ او په افغانستان کې د برتانوي پوځيانو د حضور پر سر د تودو را پورته شويو بحثونو په لړ کې دا خبره وکړه چې په افغانستان کې يې روان ماموريت دالقاعدې په وړاندې له پيل شوې پراخې مبارزې سره مرسته کړي .

وړاندې د برتانيا لومړي وزير ګورډن براون هم ويلي وو چې دوی ته د پاکستان او افغانستان ترمنځ له قبايلي غرونو خطر متوجه دی .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
سټيرپ : القاعده پاکستان کې ده
08 نومبر, 2009 | خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت