BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:53 گرينويچ 2009 ,09 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
اوباما عراقيانو ته د ټاکنو د قانون مبارکي وويله
 
د عراق ټاکنې
2003 : د امريکا متحده ايالتونو د انتقالي حکومت مشرتابه شورا وټاکله .

د عراق پارلمان د يوه قانون په منظورولو سره پرېکړه کړې، چې ټاکنې به د راتلونکې جنورۍ په مياشت کې له پلان سره سمې ترسره کېږي .

له څو اوونيو بحث وروسته عراقي پارلمان د يوه قانون په منظورولو سره سم پرېکړه کړې چې ټاکنې به د راروانې جنورۍ په مياشت کې کېږي .

په مسودې رای اچونه، د رای پاڼو د کانديدانو او يا ګوندونو د نوملړ او د کرکوک ښار د څوکيو د وېش پرسر د اختلاف له امله ځنډېدلې وه .

د ملګرو ملتونو، امريکا او د عراق د سياسي او مذهبي مشرانو لخوا د پارلمان غړي له ډېر فشار لاندې وو، چې ژر ترژره هواري ته ورسېيږي.

ولسمشر اوباما د عراق د پارلمان پرېکړه يو مهم پرمختګ بللی دی :

((دا پروسه سياسي پروسه پرمخ وړي، چې له دې سره عراق ته دايمي سوله او يووالی راتلی شي . دا همداراز د دې فرصت برابروي چې زموږ جګړه ييز ځواکونه راتلونکې سپتمبر پورې په منظم ډول او په مسؤوليت سره له عراقه ووزي . عراقيانو ته مبارکي ورکوم چې د يوې ښې راتلونکې لپاره يې مهم ګام پورته کړی دی .))

د عراق ټاکنې

2003 : د امريکا متحده ايالتونو د انتقالي حکومت مشرتابه شورا وټاکله .

2004 : د انتقالي حکمت مشرتابه شورا لنډمهاله اداره وټاکله .

2005 : جنوري، د پارلمان او سيمه ييزو شوراګانو لپاره لومړنۍ ټولټاکنې وشوې .

2005 دسمبر: عامې ټاکنې وشوې، چې د استازو جرګه پکې وټاکل شوه.

2009 جنوري؟ د سيمه ييزو شوراګانو ټاکنې وشوې .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت