BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:31 گرينويچ 2009 ,08 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
پېښور کې ځانمرګي بريد ١٣ ووژل
 
پېښور کې د مخکېنۍ چاودنې عکس ګورئ
د تېر اکتوبر په وروستيو کې هم پېښور کې ځانمرګی بريد شوی، چې تر سلو ډېر کسان يې ووژل .
د پاکستان صوبه سرحد پېښور ښار ته څېرمه ځانمرګي بريد ١٣ کسه وژلي او تر دېرشو ډېر نور يې ټپيان کړي دي.

په وژل شويو او ټپيانو کې د ولسي وګړو سربېره پوليس هم شامل دي .

په چاودنه کې يوشمېر ګاډي هم ويجاړ شوي دي .

پوليس وايي دا ځانمرګی بريد و، چې د متني سيمې په اديزيو کې شوی دی .

سرچينه وايي د بريد هدف د يادې شوې سيمې پر يوه مشر عبدالمالک و، کله چې دی له خپله کوره راووت چاودنه وشوه .

رپوټونه وايي بريد د يوه مازدا ډوله ګاډي په وسيله شوی، چې پنځه کسان پکې سپاره ول .

له بريد وروسته پوليسو سيمه کلابنده کړې ده، ټپيان او مړي روغتون ته لېږدول شوي .

د پوليسو په وينا، په عبدالمالک په چاودنه کې سخت ټپي شوی دی .

له بريد وروسته د پاکستاني طالبانو تحريک وياند عمر ويلي چې بريد د دوی يوه کس کړی .

نومو ړي زياته کړې له دې امله يې عبدالمالک په نښه کړ، چې د پاکستاني طالبانو پرضد يې ملېشه جوړوله .

بريد داسې مهال شوی، چې په جنوبي وزيرستان کې د پاکستان پوځ د اورپکو او القاعده غړو په چاڼيزو عملياتو بوخت دی .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت