|
حامد کرزی ترکيې ته ولاړ
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر حامد کرزی د ترکيې د ولسمشر عبدالله ګل په بلنه ترکيې ته وخوځېده .
د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتره بي بي سي ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ښاغلی کرزی به د اسلامي کنفرانس د سازمان د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د دايمي کمېټې په ٢٥ مه غونډه کې ګډون وکړي . خبرپاڼه زياتوي چې ولسمشر کرزی به په دې غونډه کې د يو شمېر اسلامي هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري . د غونډې موخه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو پراختيا، له ترهګرۍ سره مبارزه ، د نشه يي توکو له منځه وړل او له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو تېزوالی او څېړل په ګوته شوي . دا غونډه د روان لړم مياشتې پر څوارلسمه پيل او تر اتلسمې نېټې پورې به دوام مومي . ترکيه يو له هغو اسلامي هېوادونو نه ده، چې له افغانستان سره يې د بيارغاونې په برخه کې مرسته کړې ده . ترکيه دا مهال د افغانستان مرکزي ولايت ميدان وردګو کې ګڼ پوځيان لري، چې د ولايتي بيارغاونې پر چارو بوخت دي . له حامد کرزي سره په دې سفر کې د بهرنيو چار وزير، رنګين دادفر سپنتا، د ولسمشر د ملي امنيت په چارو کې سلاکار زلمی رسول او د اقتصاد وزير جليل شمس هم ملګري دي . دا د ولسمشر په توګه د کرزي تر ټاکل کېدو وروسته لومړی رسمي بهرنی سفر دی . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||