BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:41 گرينويچ 2009 ,08 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
چارواکي: د نشه يي توکو ٢ شبکې ويجاړې شوې
 

 
 
نشه يي توکي
چارواکي وايي په تېرو دوو کلونو کې سلگونه قاچاق کوونکي نيولي اود مخدره توکو ضد د ځانگړې محکمې له لورې محاکمه شوي دي .
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په دغه هېواد کې د نشه يې توکو د دووسترو قاچاق کوونکو شبکو د ړنگولو او د هغوى د يو شمېر غړيو د نيولو خبر ورکړ .

د نيول شوو مشکوکو قاچاقبرانو په ډله کې يو بهرنى وگړى ښوول کېږي،خو وزارت د نيول شويو کسانو نومونه رسنيو ته ونه ښودل .

د افغانستان د کورنيو چارو د نشه يې توکو ضد معينيت وايي دغو شبکو په افغانستان، پاکستان، ايران، او تاجکستان کې د مخدره توکو د قاچاقو پراخ کاروبار درلود .

مرستيال وزير داود داود وويل د دغو شبکو د ړنگولو او غړيو د نيولو لپاره يې له تېرو دريو مياشتو راهيسې عمليات پيل کړي ول .

ښاغلي داود وويل د يادو شوو شبکويوه قاچاقي ډله يې په هرات کې نېولې ده، خو نه نيول شوي کسان رسنيو ته وښودل شول :

جنرال داود داود
ښاغلي داود په تېرو شاوخوا دوو اونيو کې د ديرشو نورو قاچاق کوونکو د نيولو خبره هم وکړه چې په وينا يې يو په کې بهرنى وگړى دى خو د هغه هېواد يې و نه ښود.

'' د سيمې په کچه مو دوه سترې قاچاق کوونکي ډلې ړنگې کړې . لومړۍ شبکې چې په پاکستان، افغانستان او تاجکستان کې د قاچاقو کاروبار کاوه، له نېکه مرغه تېره پنجشنبه د دغې شبکې مشرتابه ونيول شوه، او د دوى په لټون پسې زموږ درې مياشتني عمليات پاى ته ورسېدل . دويمه شبکه په هرات کې وه، د دغې شبکې غړي په هرات،کندهار او ايران کې ول چې له نېکه مرغه دوى هم لاس په لاس ونيول شول''.

ډېرى په دې گمان دي چې په افغانستان کې د نشه يې توکو په کاروبارو کې يوشمېر لوړ پوړي افغان چارواکي ښکېل دي چې حکومت نه غواړي د هغوو نومونه په ډاگه کړي .

د کورنيو چارو د نشه يې توکو ضد مرستيال وزير داود د دغو شبکو ړنگول او د هغوى د يوشمېر غړيو نيول د خپل وزارت لپاره يوه ستره لاس ته راوړنه وبلله .

ښاغلي داود په تېرو شاوخوا دوو اونيو کې د ديرشو نورو قاچاق کوونکو د نيولو خبره هم وکړه چې په وينا يې يو په کې بهرنى وگړى دى خو د هغه هېواد يې و نه ښود.

چارواکي وايي له دغو کسانو نه يې ډېر ترياک او نشه يې توکي هم نيولي دي .

افغانستان چې د نشه يې توکو د توليد له اړخه په نړۍ کې لومړى هېواد يادېږي، وايي چې د دغو توکو د توليد او قاچاقو د مخنيوي په برخه کې، په دې وروستيو کې ډېرې لاس ته راوړنې درلودې .

چارواکي وايي په تېرو دوو کلونو کې سلگونه قاچاق کوونکي نيولي اود مخدره توکو ضد د ځانگړې محکمې له لوري محاکمه شوي دي .

خو ډېرى کارپوهان په دې باور دي چې په دغه کاروبار کې ښکېل اصلي کسان لا هم ازاد گرځي او تر اوسه د هغوى يو کس هم نه دى نيول شوى .

افغان حکومت وايي د دوى وسله وال مخالفين هم ميليونونه ډالر په کال کې د نشه يې توکو له توليد او قاچاقو لاس ته راوړي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت